د لبنان په جبهه کښې د صهیونیسټي رژیم پراخ تلفات او زیانونه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154698-د_لبنان_په_جبهه_کښې_د_صهیونیسټي_رژیم_پراخ_تلفات_او_زیانونه
د لبنان په جنوب کښې د اوربند له اعلان وروسته اسرائیلي رسنیو په ده جنګ کښې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د تاوان د اندازې خبر ورکړ.
(last modified 2024-11-27T23:23:25+00:00 )
Nov 28, 2024 03:50 Asia/Kabul
  • د لبنان په جبهه کښې د صهیونیسټي رژیم پراخ تلفات او زیانونه

د لبنان په جنوب کښې د اوربند له اعلان وروسته اسرائیلي رسنیو په ده جنګ کښې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د تاوان د اندازې خبر ورکړ.

د لبنان په جنوب کښې د اوربند له اعلان وروسته اسرائیلي رسنیو په ده جنګ کښې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د تاوان د اندازې خبر ورکړ.

ایرنا خبري آژانس خبر ورکړی چې یدیعوت احارونوت اسرائیلي ورځپاڼې په یو رپورټ کښې لیکلي چې په نیواکي ټاټوبي باندې د حزب ا... په بریدونو کښې څه باندې ۹  زره ودانۍ او ۷ زره ګاډي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي او د صهیونیسټي رژيم کابینه مجبوره شوې چې ښارګي میشتو ته ۳۸ میلیونه او ۴ لاکه ډالر تاوان ورکړي.

د صهیونسټي رژیم د پوځ راډیو هم په یو رپورټ کښې ویلي دي، د صهیونیسټي رژیم له خوا په نیواکي سیمو باندې د حزب ا... د حملو له امله له ۲۲ زرو نه زیات ځلې د خطر سایرن غږیدلی چې  توغندوي او ډرون بریدونه یې اصلي وجه وه.

۶۱ فیصده اسرائیلیان باوري دي چې دغه رژيم په حزب ا... باندې نه دی برلاسه شوی او ۶۶ فیصدو هم د اسیرانو د تبادلې موافقې ته د رسیدو لپاره په غزه کښې هم د جنګ د ختمیدو ملاتړ کړی دی.