صهیونیسټي پوځیانو د لبنان په سویل کښې په خبریالانو ډزې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154700-صهیونیسټي_پوځیانو_د_لبنان_په_سویل_کښې_په_خبریالانو_ډزې_وکړې
د صهیونیسټي رژیم پوځ د اوربند د ټینګیدو په اوله ورځ د لبنان په سویل کښې په خبریالانو ډزې وکړې او یوشمیر په کښې زخمي شول.
(last modified 2024-11-27T23:32:32+00:00 )
Nov 28, 2024 03:54 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي پوځیانو د لبنان په سویل کښې په خبریالانو ډزې وکړې

د صهیونیسټي رژیم پوځ د اوربند د ټینګیدو په اوله ورځ د لبنان په سویل کښې په خبریالانو ډزې وکړې او یوشمیر په کښې زخمي شول.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، پرون چهارشنبه د صهیونیسټی رژیم پوځیانو د لبنان په جنوب کښې په «الخیام» ښارګوټی کښې په خبریالانو ډزې وکړې او یوشمیر یې ژوبل کړل.

له بلې خوا صهیونیسټي پوځ ادعا وکړه چې څلور تنه یې د «مشکوک کسانو» په نوم نیولي او د لبنان په جنوب کې یې د نیواکګرو ځواکونو پوستو ته بوولي دي او پوښتنې ترې روانې دي.

سربیره پردې، د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې دوی به نن د ماښام له 5 بجو څخه تر سبا (پنجشنبه) د سهار تر 7 بجو پورې د لیتاني سیند سویل ته د خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي.