په سورئې کې  تکفیری ترهه ګرو ډلو بیا فعالیداخطرناک اړخونه لری
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154748-په_سورئې_کې_تکفیری_ترهه_ګرو_ډلو_بیا_فعالیداخطرناک_اړخونه_لری
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  دسورئې د تیرو څو ورځو  بدلونونو باندې په غبرګون کې  په سورئې کې د تکفیری ترهه ګرو ډلو  د بیا فعالیدا په باب په خبرداري ورکولو سره ،  په سیمې کې د ترهه ګرۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره  دغږمله او پریکنده  اقداماتو غوښته وکړه.
(last modified 2024-11-29T05:49:28+00:00 )
Nov 29, 2024 10:15 Asia/Kabul
  • په سورئې کې  تکفیری ترهه ګرو ډلو بیا فعالیداخطرناک اړخونه لری

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  دسورئې د تیرو څو ورځو  بدلونونو باندې په غبرګون کې  په سورئې کې د تکفیری ترهه ګرو ډلو  د بیا فعالیدا په باب په خبرداري ورکولو سره ،  په سیمې کې د ترهه ګرۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره  دغږمله او پریکنده  اقداماتو غوښته وکړه.

زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړی،  د ایران دخارجه وزارت ویندوئ اسماعیل بقائی بیګا  دترهه ګرو د ټولو شکلونو او  مظاهرو  په  محکومولو سره  په وروستیو څو ورخو کې  په سورئې کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو خوځښتونه  د لویدیځي آ سیا سیمې  د ناکراره کولو لپاره  د امریکا او ترهه ګر وحشي صهیونیسټي رزيم د سپيرو پلانونو یوه برخه  وبلله او او ددغې خطرناکې دسیسې د شنډولو لپاره  د سیمې د هیوادونو په تیره بیاد سورئې د ګاونډیو هیوادونو  د غږملتیا او هوښیارۍ په ضرورت ټينګار وکړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت  د خارجه وزارت و یندوي  روښانه کړې ده ، د آستاني بهیر د درو ضامنو هیوادونو (روسیې،ایران  او ترکیې)ترمینځ د موجودو موافقو په اساس، حلب او ادلب  شاوخوا سیمې د کم تاؤتریخجنو سیمو برخې حسابیږي او  په دغو سیمو باندې د  ترهه ګرو   ډلو حمله  د آستانې د بهیر د موافقو څ رګنده خلاف ورزي ده.

اسماعیل بقائي همدرااز  د ترهه ګرۍ له سپيرې بلا  سره  د مخنیوي او مبارزې لپاهر د نړیوالې ټولنې د ګډ مسئولیّت په یادونې سره  خبرداری ورکړ چې په سورئې کې له ترهه ګرو خوځښتونو سره  په مقابلې کې هرډول ځنډ  په تیرو کلونو کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ټوله بریاوې  له خطرې سره مخ کوي او سیمه به  د بې ثباتۍ او ناکرارۍ یوه نوي  دور ته وارده کړي.

ترهه ګرو ډلو ټپلو  په وروستیو څو شپو ورځو کې د سورئې  په شمال ختیځ ، حلب او ادلب  ښارونو په شاوخوا  کې تاؤتریخجن  خوځښتونه  پیل کړي دي  چې  دسورئې له چورلټ ځواب سره مخ شوي دي. په همدې ارتباط په سورئې کې د ملی پخلاینې لباهر  د حمیمیم   روسی مرکز  وئیلي دي، د روانې نومبرمیاشتې له ۲۷نیټې راهسې  په ادلب او حلب کې د سورئې د پوځ په مرکزونو باندې  له حملو وروسته د النصره جبهې  کابو ۴۰۰ ترهه ګر هلاک شوي دي.