اروپايي رسنۍ د صهیونیسټ رژيم جنایتونو ته هیڅ انعکاس نه ورکوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مالیزیا پخواني لومړي وزیر «ماهاتیر محمد» په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د تیریو او د جنایتونو په هکله د لویدیځو رسنیو په جانبدارانه دریځونو سخته نیوکه وکړه.
هغه له «رشیا ټوډې» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د فلسطینیانو پرضد په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د تیریو په هکله د امریکا په ملاتړي دریځونو باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل امریکا د اسرائیلو رژیم ملاتړ کوي او مالیزیا د سیاسي محدودیتونو او د خنډونو په دلیل نشي کولای شي د دغه جعلي رژیم پرضد کوم کار ترسره کړي.
د مالیزیا پخواني لومړي وزیر ماهاتیر محمد دغه راز د اروپايي رسنیو لخوا د فلسطین د غزې تړانګې د کړاونو اوسنیو حقایقو ته کوریج او پوښښ نه ورکول ناعادلانه وبلل او زیاته یې کړه په داسې شرایطو کښې چې الجزیره ټیلي ويژن په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو وحشیانه تیریو ته انعکاس ورکوي د اروپايي هیوادونو رسنۍ د غزې تړانګې د ورانیو د خبرونو او د دغه سیمې د خلکو د کړاونو له منعکس کولو ډډه کوي.