د یمن پوځیانو د صهیونیسټ رژیم په یوه مهم مرکز برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154836
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د پوځ ویاند جنرال« یحیی سریع »په اسرائیلو کښې په یوه مهم مرکز باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.
(last modified 2024-12-02T00:27:07+00:00 )
Dec 02, 2024 04:54 Asia/Kabul
  • د یمن پوځیانو  د صهیونیسټ رژیم په یوه مهم مرکز برید کړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د پوځ ویاند جنرال« یحیی سریع »په اسرائیلو کښې په یوه مهم مرکز باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.

هغه په دې هکله وویل د فلسطین د ملت د مظلومیت او د فلسطین د مجاهدانو په ملاتړ او په غزې تړانګه کښې زمونږ د وروڼو پرضد د اسرائیلي دښمن جنایتونو ته په ځواب کښې  د یمن د وسله والو ځواکونو توغندوي یونټ د متعال خدای په مرستې سره د نیواکي فلسطین د مرکز تل اویو په «یافا» سیمې باندې د فلسطین دوه(۲) په نوم له غږ ورهاخوا توغندي سره برید وکړ او دغه توغندی د خدای په مهربانۍ سره په خپل هدف ولګید.

هغه وویل د اسرائیلو پرضد به د یمن د وسله والو ځواکونو عملیات بند نشي مګر دا چې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو تیري بند شي او کلابندۍ یې ختمه شي.

خبري سرچینو پرون سهار له یمن څخه په نیواکي فلسطین باندې د یوه توغندي د ویشتل کیدا او هلته د څلورو صهیونیسټانو د ژوبلیدا خبر ورکړ.

یمن له تیرو څو میاشتو راهسې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت د مقاومت د ملاتړ او د طوفان الاقصی د عملیاتو په چوکاټ کښې د صهیونیسټ رژيم په څو کشتیو یا دغه رژیم ته په ورتلونکو  کشتیو باندې په سره سمندر او باب المندب اوبلاره کښې حملې کړي دي.