سوریه له یوه تر ټولو خطرناک جنګ سره مخامخ ده
(last modified Fri, 06 Dec 2024 00:37:27 GMT )
Dec 06, 2024 05:07 Asia/Kabul
  • سوریه له یوه تر ټولو  خطرناک جنګ سره مخامخ ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې دفاع وزیر جنرال «العماد عباس» بیګا په یوې بیانیې کښې وویل نن سبا د ترټولو خطرناکو ترهګرو ډلو په مقابل کښې له یوه تر ټولو سخت جنګ سره مخامخ یوو کومې چې له چریکي رودو څخه استفاده کوي.

هغه وویل په حماه ولایت کښې پرونۍ پیښې یو تاکتیکي اقدام و او زمونږ ځواکونه اوس هم د حماه ښار په خواو کښې شتون لري.

د سوریې دفاع وزیر جنرال العماد عباس د حماه ښار د نسکوریدا په هکله د خبرونو له خپریدا وروسته وویل د دنیا او د سیمې ځینې هیوادونه د تکفیري ترهګرو ډلو ملاتړونه کوي او دغه هیوادونه په ښکاره له دغو ټروریسټي ډلو پوځي او لاجیسټیکي حمایتونه کوي.

هغه وویل مونږ د سوریې ګرانو خلکو ته سپارښتنه کوو چې خپل صبر او پایدارۍ وساتي او ډاډمن دې ووسي هغو سیمو ته چې ترهګرو نیولي دي د امنیت په ستنولو کښې به سستي ونکړو.

هغه وویل سوریه په پوځ ، په خلکو په  مشرانو او خپلو متحدانو او دوستو هیوادونو باندې تکیې کولو سره له میداني چیلنجونو د تیریدا جوګه ده.

راپورونه وايي چې هیات تحریر الشام ترهګرې ډلې چې ترکیه ، امریکا ، اسرائیل ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني او ځینې نورو عرب او اروپايي هیوادونه ورسره مرستې کوي د سوریې حماه ښار نیولي دی.

امریکا له بریتانیا او اروپايي هیوادونو او ځینې عربو هیوادونو سره یوځاې په اسرائیلو باندې د دباو د کمولو او د مقاومت د جبهو د قوت د کمزوري کولو لپاره په سوریې کښې د خپلو متحدو ترهګرو ډلو لکه هیات تحریر الشام ډلو په وسیله د بشار اسد د حکومت پرضد جنګ پیل کړی دی او هلته بې ګناه  او مظلوم خلک او پوځيان وژني.