امریکا د سوریې پرضد له دروغو ډکو ادعاګانو ته دوام ورکړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې ډیپلوماټ په سوریې کښې د ډلوژونکو وسلو د شتون په هکله د امریکا د چارواکو څرګندونې په دوه زره دریم میلادي کال کښې په عراق باندې له حملې مخکې د امریکا د چارواکو څرګندونو ته ورته وبللې او له تکفیري ترهګرو یې د واشنګټن د استازي ملاتړ وغاند.
په ملګروملتونو کښې د روسیې د دائمي استازي لومړي مرستیال «دیمیتري پولیانسکي» د سوریې د کیمیاوي وسلو په هکله د امنیت شورا په میاشتنۍ غونډې کښې د سوریې په باره کښې د امریکا دریځونه د ترهګرو ډلو په رسمیت د پيژندلو بیانونونکي وبلل.
د روسیې دغه ډيپلوماټ په عراق باندې له حملې مخکې په دغه هیواد کښې د ډلوژونکو وسلو د شتون د دروغو د القا لپاره د هڅې یادونه وکړه او په سوریې کښې د کیمیاوي وسلو د شتون د القا لپاره د لویدیځو هیوادونو هڅې هم د ورته هدف لرونکي وبللې.
هغه له کیمیاوي وسلو په استفادې کولو د سوریې د تورنولو لپاره د امریکا او د هغې د متحدانو هڅې ورامخکې قضاوت وباله او په هغوې یې غږ وکړ په بې طرفۍ سره او د یوه فني بهیر په چوکاټ کښې په دغه موضوع باندې غور وکړي.
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازي« قصی الضحاک »هم په امنیت شورا کښې د امریکا د استازي څرګندونې وغندلې او ویې ویل واشنګټن په داسې حال کښې دمشق له کیمیاوي وسلو په استفادې کولو تورنوي چې دغه کیمیاوي وسلې ترهګرو د سوریې د خلکو پرضد استعمال کړي دي.
په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي امیر سعید ایرواني هم وویل سوریې د کیمیاوي وسلو د بندیز د تړون په ژمنو باندې عمل کړی او خپلې کیمیاوي وسلې او د وسلو د جوړولو تاسیسات یې نابود کړي دي.