ملګری ملتونه وائي ، په سورئې کې د اسرائيلو خوځښتونه دې ودرول شي
(last modified Wed, 11 Dec 2024 00:58:54 GMT )
Dec 11, 2024 05:28 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه وائي ، په سورئې کې د اسرائيلو خوځښتونه دې ودرول شي

د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي  ځانګړي استازي په سورئې کې داسرائيلي رژيم د خوځښتونو ددریدا غوښته وکړه.

زمونږ خبریال د ایسنا له قوله راپور راکړ، د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي استازي ګیر پډرسن  په یولړ څرګندونو کې  وئیلي دي، سوریه اوس  په دوه لاري ولاړه ده  او ددغه هیواد په خاورې کې د اسرائیلو اوسني خوځښتونه دې ودرول شي.

پډرسن  د سورئې د درست ملت په مشارکت سره د قدرت د منتقلولو  دمقدماتو په برابریدا باندې په ټینګار سره، په راتلونکي حکومت کې د پراخ ګډون نه شتون په بڼه کې په دغه هیواد کې د لازیاتو نښتو د پيښیدا په باب  خبرداری ورکړ.

 د سورئې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي استازي  له دې مخکې هم  په سورئې کې د انتقالي بهیر  د پیلیدا په غوښتې سره ټينګار کړی ؤ  چې  ټول سوریاوال باید  خبرواترو ،  ح دت او نړیوالو قوانینو ته  احترام ته لومړیتوب ورکړي.

په سورئې کې وسلوالو مخالفانو او ترهه ګرو د نومبر په ۲۷  دځينو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره  دسورئې په مختلفو سیمو کې ددغه هیواد دپوځ د مرکزونو او مورچلو په ضد پراخې حملې  پيل کړې چې بلاخره  د دسمبر په اتمه نیټه د دشمق د نسکوریدا سبب شوې.