د ایران سمندري ځواکونه په بشري عملیاتو کې مهم رول لوبوي
د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني، په نوشهر کې د سمندري طب په نړیوال کنفرانس کې د دې په بیان سره چې دغه ځواک په بشر دوستانه عملیاتو کې مهم رول لري وویل: د ایران سمندري ځواکونه په ذاتي تحرک، ملاتړ او لوژستیک سره کولای شي چې د اړتیا وړ مرستې چمتو کولو، د لټون او ژغورنې عملیاتو ترسره کولو لپاره رول ولوبوي.
امیر البحر ایراني زیاته کړه: ایران یو سمندري هېواد دی چې په کسپین سمندرګي کې د ۹۰۰ کیلومترو په ساحل سربېره، دوه زره کیلومتره ساحلي او د هند په بحر او کسپین سمندرګي کې ټولټال ۵۰۰۰ کیلومتره سمندري سرحدونه لري.
د ایران د سمندري ځواکونو قومندان څرګنده کړه: ایران له ۱۲ هېوادونو سره سمندري پوله لري او کابو څلوېښت هېوادونه چې د نړۍ درېیمې برخې نفوس لري، د هند سمندر په ګاونډ کې اوسېږي او د اسلامي نړۍ له ۹۰ سلنه زیات نفوس د لوی سمندر په دې برخه کې موقعیت لري.
امیر البحر ایراني د دې په بیان سره چې د نړۍ ۷۰ سلنه تیل د هند په سمندر کې ځای پرځای کېږي وویل : دغه سیمه په ریښتیني توګه د نړۍ سمندري څلور لارې ده.
د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان وویل: د هند د سمندري کرښې له لارې د دوه اړخیزه سمندري تجارت کلنی ارزښت، له یو ټریلیون ډالرو څخه زیات دی او دغه اندازه تجارت سالم سمندري کسانو او یو محفوظ او سالم سمندري چاپیریال ته اړتیا لري.