د ایران او عمان ترمنځ د قضایي همکاریو پراختیا
د عمان قضائي هیئت د دغه هېواد د ستر قضائي مقام په توګه د سترې محکمې د مشر په ریاست، له ایران سره د قضایي همکارۍ د پراخولو د لارو چارو د څېړلو لپاره تهران ته ورسېد.
د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ د ایران د قضائیه قوې د بشري حقونو سلاکار او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب آبادی» ایران ته د عمان د قضائي پلاوي سفر ته په اشارې سره وویل: د ایران د سترې محکمې له مشر، د ایران د لوی څارنوال سره کتنه، د ایران د قضائیه قوې د احصائیې او ټکنالوژۍ او اطلاعاتو له مرکز څخه لیدنه، د قضائیه قوې له مشر او د ایران د اسلامي شورا له مشر سره کتنه، په ایران کې د دغه پلاوي له پروګرامونو څخه دي.
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقونو سلاکار ټینګار وکړ: د حقوقي او قضائي چارو په برخه کې د تجربو تبادله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قضائي ملګرتیاوو پیاوړتیا د دغه سفر له هدفونو څخه دي.