د مقاومت خلاف د کورواکه تشکیلاتو حمله، له سرې کرښې تیریدل دي
د فلسطین د آزادۍ لپاره ولسي جبهې ویلي چې په جنین کښې د فلسطیني مبارزانو خلاف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د ځواکونو بریدونه، په سرو کرښو خطرناک اوړیدل دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د فلسطین د آزادۍ لپاره ولسي جبهې پرون ټینګار وکړ: د مقاومت وسله روا او جایزه ده او جنګیالي قانون ماتونکي نه دي بلکې د فلسطین د ولس ملاتړي دي.
دغې ولسي جبهې زیاته کړه: د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو غلطو محاسباتو حالات په خطرناک لور بیايي چې ممکنه ده د کورنۍ نښتې لامل شي.
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو امنیتي ځواکونو د تیرې شنبې په سهار د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د جنین په کیمپ باندې یرغل وکړ او هلته موجودو د مقاومت مبارزانو ورسره مقابله وکړه او د دواړو لورو ترمینځ سخته نښته رامینځته شوه چې له امله یې د جنین د کنډک یو قومندان «یزید جعایصه» شهید شو.
د کورواکه تشکیلاتو امنیتي ځواکونو په دغه یرغل کښې په بې هدفه توګه د خلکو او د هغوي د کورونو په لور ډزې وکړې او د احمد مرعي په نامه د یو ماشوم په شمول یې یوشمیر فلسطینیان زخمي کړل.
د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین کورواکه تشکیلات له صهیونیسټي رژیم سره امنیتي غږملتیا لري او فلسطیني ډلو په کراتو د دغه بهیر د ختمیدو غوښتنه کړې ده.