تر لس میلیونو زیات افغانان په کډ‌والۍ کې ژوند کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155386-تر_لس_میلیونو_زیات_افغانان_په_کډ_والۍ_کې_ژوند_کوي
نن چهارشنبه د ډیسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ سږکال بیا داسې مهال رارسېږي چې افغانستان بیا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې یو زیات شمېر وګړي یې له هېواده بهر د کډوالۍ شپې ورځې تیروي.
(last modified 2024-12-18T11:11:27+00:00 )
Dec 18, 2024 15:33 Asia/Kabul
  • تر لس میلیونو زیات افغانان په کډ‌والۍ کې ژوند کوي

نن چهارشنبه د ډیسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ سږکال بیا داسې مهال رارسېږي چې افغانستان بیا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې یو زیات شمېر وګړي یې له هېواده بهر د کډوالۍ شپې ورځې تیروي.

ګڼ افغانان له کلونو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان کې ژوند کوي. ځینې بیا د سیمې نورو نږدې او لېرې هېوادونو ته کډه شوي دي. یو شمېر ځوانانو حتی د مرګ په ګډون، د کډوالۍ د سختو لارو ستونزې زغملي او تر اروپایي هېوادونو پورې رسېدلي دي.

ډېری دغه افغانان اروپا ته د رسېدو لپاره د ترکیې له لارو کار اخلي. خو په ترکیه کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د چارواکو له چلنده شکایتونه شتون لري.

د کډوالۍ نړيوال سازمان څو مياشتې مخکې ویلي وو چې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې شاوخوا اته ميليونه افغانان له هېواده وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم څو مياشتې مخکې ويلي وو، په ټوله کې څه کم یولس ميليونه افغانان د جګړو او ناامنيو له امله بې‌ځايه شوي، چې ډېری يې په کور دننه يا په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ټولو کډوالو شويو افغانانو يو ميليون يې اروپايي هېوادونو ته پناه وړې او ۸۵ سلنه يې ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته کډه شوي دي.

اقتصادي بحران، محدوديتونو، بشري حقونو د نقض او د کاري فرصتونو د نشتوالي په څېر عوامل د دې سبب شوي، چې افغانان کډوالۍ ته مخه کړي.