د ایران په اړه د برتانیې او آسټرالیا مغرضانه ادعاوې رد شوې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پرون د آسټرالیا او انګلستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډه بیانیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت په تړاو ادعاوې بې اساسه او بې بنسټه وبللې او له دواړو هېوادونو يې وغوښتل چې پر خپلو هغو سياستونو له سره کتنه وکړي چې د نړيوالو قوانينو له معيارونو سره په ټکر کې دي او د هېوادونو او لوېديځې آسيا سيمې په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.
بقايي په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر سفارت باندې د اسرائیلي رژیم له تیری وروسته د ایران د دفاعي عملیاتو په تړاو د انګلستان او آسټرالیا یو اړخیز او متعصبانه دریځ وغانده او ټینګار یې وکړ چې د وعده صادق ۱ او وعده صادق ۲ په چوکاټ کې د ایران دفاعي عملیات په بشپړه توګه د مشروع دفاع له اصولو او د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور سره سم ترسره شوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه له تهران څخه مسکو ته د بالسټیک توغندیو د استولو تکراري ادعا په ردولو سره، دغه تور یې د نړیوالو اړیکو د امنیتي کولو او د اوکراین شخړې د نړیوال کولو په اړه د امریکا او انګلستان له پلان سره سم یاد کړ.
په پای کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په اړه پورته شوي تورونو په ردولو سره، زیاته کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي فعالیتونه او پلانونه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ترسره کېږي او د دې ادارې د راپورونو له مخې، هېڅکله له سوله ایزې لارې څخه نه دي وتلي.