د مسلمانانو د حکماؤ شوراد نړیوالوچیلنجونوپه وړاندې پرپیوستون ټينګار وکړ
انساني پيوستون په بحران باندې له یوه بیړنۍ غبرګونه ورآخوا دی . دا له مختلفو نړیوالو چیلنجنونو او ناندریو سره د مقابلې لپاره د هیوادونو ،ټولنو او وګړو ترمینځ دګډې ژمنتیا او اوږدمهاله او جامع لرلید ښودنه کوي.
د مسلمانو حکماؤ شورا له نړیوالو چیلنجونو او م شکلاتو سره په مخامخیدا کې دیوې شرعي دندې او د یوه اخلاقي مسئولیّت په توګه د انساني پيوستون د پیاوړتیاغوښتنه وکړه.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د شیخ الازهر احمد الطیب په مشرۍ د م مسلمانانو حکماؤ شورا په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی دی،انساني پیوستون د هغو ارزښتونو د جوهرې ښودنه ده چې په هغو کې پر بشري شفقت ، مهربانۍ ،پیوستون او له توپیر او دنورو له څنګةکولو پرته اتحاد باندې ټينګار کوي. دا هغه شی دی چې نن سبا دمونږ نړۍ ئې له بل هر وخته زیات ضرورت لري .په تیره بیا هغو نښتو ،جنګونو او مشکلاتو ته په پام سره چې ورسره لاس او ګریوان شوي او د میرمنو ،ماشومانو او بوډاګانو پشمول د زرګونو خلکو ژوند ئې اخستی دی.
ددغې شورا په اعلامیې کې راغلي دي، انساني پيوستون په بحران باندې له یوه بیړنۍ غبرګونه ورآخوا دی . دا له مختلفو نړیوالو چیلنجنونو او ناندریو سره د مقابلې لپاره د هیوادونو ،ټولنو او وګړو ترمینځ دګډې ژمنتیا او اوږدمهاله او جامع لرلید ښودنه کوي.
د مسلمانو حکماؤ شورا د بشری پیوستون دنړیوالې ورځې په مناسبت چې هر کال د دسمبر په شلمه نیټه لمانځل کیږي، په دغې اعلامیې کې وئیلي دي ، اسلام د یوې پیاوړي او زړه سوانده ټولنې د جوړولو لپاره دیوه اساس په توګه وحدت ،یووالي او پیوستون ته دعوت ورکوي.
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي د هغه بشری اخونت سند چې په ۲۰۱۹ کال کې د شیخ الازهر ډاکټر احمد الطیب او د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس لاسلیک کړی دی، د نړۍ د ګوټ ګوټ سیاستوالانو او فیصله کونکو څخه غوښتل شوي دي څو موجود عدالت دې دهغې لارې په توګه چې باید د یوه شرافتمندانه ژوند ته درسیدا لپاره کچ کړئ شي،تثبیت کړي ،ددې په ترڅ کې چې د ژوند،خبرواترو،تفاهم او د همدردرۍ د کلتور خوریدا، د نورو منل او د ګډ سوله ایز ژوند حق، د اجتماعي،سیاسی، اقتصادي او ژواک چاپیریالي مشکلاتو په حل کې چې د بشریّت زیاتره برخې ئې راګیرې کړي دي، د اغیز شیندونکي عواملو په توګه په نظر کې ولرل شي.