د فلسطین د غزې تړانګې د اوربند په هکله خبرې پیل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی په قطر هیواد کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله د خبرو اترو له پیلیدا سره په یووخت اسرائیلو هم په غزې تړانګې باندې حملې زیاتې کړي دي.
د مصر او د قطر په هڅو سره په دوحې کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګیدا په هکله خبرې له سره پیل شوي دي.
د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر «باسم نعیم» وویل د اوربند د موافقې لپاره له غزې تړانګې د اسرائیلو د عسکرو وتل او د بې کوره شویو فلسطینانو خپلو کورونو ته ورستنیدل ضروري دي.
بلې خوا د بخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي اینټرنیشل وویل د اسرائیلو لخوا د غزې تړانګې د «کمال عدوان» د روغتون د مشر نیول په غزې کښې د روغتیا د نظام د تباه کولو او د فلسطینانو د نسل وژنې ته د دوام د ورکولو د ارادې ښودنه کوي.
اسرائیلو د فلسطین په خان یونس سیمه کښې په ګاډي باندې د بې پایلوټه الوتکې په حملې او دغه راز په هستوګنه سیمو باندې بمباریو کښې له پینځه شپیتو څخه زیات فلسطینیان شهیدان کړي چې پکښې د یوې کورنۍ د یولسو غړیو په شمول اوه ماشومان هم شامل دي.