په نیویارک کې دغزې د جنګ مخالفانو لاریون وکړ
(last modified Wed, 08 Jan 2025 00:24:45 GMT )
Jan 08, 2025 04:54 Asia/Kabul
  • په نیویارک کې دغزې د جنګ مخالفانو لاریون وکړ

تهران ریډیو- په نیویارک کې د  فلسطین د خلکو ملاتړ و او په غزې تړانګې کې د جنګ له دوام سره  مخالفانو ستر لاریون وکړ.

زمونږخبریال  دایرنا  له قوله راپور راکړ، ټایمز آف اسرائيل، دنیویارک پوهنتون  د لانګن روغتیائي مرکز  په وړاندې د صهیونیستي ضد زرګونو اعتراض کونکو  د غونډیدا خبر ورکړ او  وې لیکل، دغه اعتراض  چې  د فلسطین  د یوه ملاتړی تنظیم  له خوا(Within Our Lifetime)   منظم شوی دی، د حماس غورځنګ په ملاتړ سره ئې د اسرائيلو دنابودئ غوښته کړې ده.

ځینو اعتراض کونکو  د پلې کارډونو په اوچتولو  سره چې  ورباندې ،  د اسرائيلو مخه ونیسئ؛د بیرته ستنیدا حق،یوازینۍ حل لاره ، انتفاضه ، انقلاب  په څير شعارونه  ئې  لیکلي وو او د ا سرائيلو په ضد ئې چغې پورته کولې.

د ټایمز اف اسرائيل د لیکنې په اساس،دا لومړنی ځل نه دی چې دامریکا نیویارک او  نور ښارونه  د اسرائيلو د جنګ ضد او د فلسطین د ملاتړو د اعتراضونو او مظاهرو په ډګر بدلیږي.

د ۲۰۲۳کال داکتوبر په اومه نیټه  د صهیونیسټ رژيم  دحملو له وخت راهسې نیویارک او دامریکا نور ښارونه او دغه راز  د اروپا په لسګونو پلازمینې او  ښارونه  په کرتو په غزې تړانګې کې د جنګ  اعتراضونو او مظاهرو  ډګرونه  دي.