ترکیې په سوریې کښې په کرد ځواکونو باندې حملې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156278-ترکیې_په_سوریې_کښې_په_کرد_ځواکونو_باندې_حملې_کړي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې جنګي الوتکو د سوریې د حلب شار په شمال ختیځ کښې د سوریې د کرد ډیموکراټیکو ځواکونو یعني د قسد د ځواکونو په مرکزونو باندې بمبارې وکړې.
(last modified 2025-01-12T20:43:14+00:00 )
Jan 13, 2025 01:10 Asia/Kabul
  • ترکیې په سوریې کښې په کرد ځواکونو باندې حملې کړي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې جنګي الوتکو د سوریې د حلب شار په شمال ختیځ کښې د سوریې د کرد ډیموکراټیکو ځواکونو یعني د قسد د ځواکونو په مرکزونو باندې بمبارې وکړې.

د ترکیې جنګي الوتکو پرون د سوریې د حلب ولایت په شمال ختیځ کښې د عین العرب(کوباني)  په خوا کښې په سبت کلي کښې د سوریې د کرد  ډیموکراټیکو ځواکونو یعني د قسد په عسکرو باندې بمباریانې وکړې.

د ترکیې د پوځ توپونو هم د سوریې د حسکه ولایت په شمال لویدیځ کښې د ابو راسین ښار په خوا کښې په الخضروایه کلي کښې د سوریې د  کرد ډیموکراټیکو ځواکونو په مرکزونو باندې حملې وکړې.

په تیرو  څو ورځو کښې د سوریې د کرد ډیموکراټیکو ځواکونو او د ترکیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو په تیره بیا د  سوریې د ملي پوځ په نوم د وسله والې ډلې ترمینځ یوشمیر جنګونه شوي دي.

ترکیې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت په پرځولو کښې مهم رول لرلی او دغه هیواد له «هیات تحریر الشام« ترهګرې ډلې سره هر ډول پوځي ، مالي او استخباراتي مرستې کوي.