د فلسطین په غزې کښې پینځه اسرائیلي پوځيان هلاک شول
زمونږ خبریال راپور راکړی اسرائیلو د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د خپلو پینځو عسکرو هلاک کیدل تائید کړي دي او زیاته کړي یې ده چې لس نور عسکر ژوبل شوي چې اته پکښې مرګي حاله دي.
د اسرائیلو په وژل شویو عسکرو کښې یو کپتان هم شامل دی او وژل شوي پوځیان د نحال غونډ غړي دي.
بل خبر دا چې پرون په ټول اسرائیل کښې د خطرې سایرنونه ووهل شول.
دغه د خطر سایرنونه د یمن د انصار الله غورځنګ لخوا د توغول شوي توغندي په وجه وهل شوي دي.
د یمن له توغندوي حملې وروسته د تل اویو «بن ګوریون» هوايي ډګر په موقته توګه بند کړی شوی دی.
دغه راز د اسرائیلو د ظالم رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امنیتي ادارو غونډه وربللي ده چې پکښې په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله خبرې کیږي.
د عربو رسنیو وویل چې په غزې تړانګه کښې د اوربند اعلان به نن وشي.