اسرائیل باید د لبنان د خاورې له ترټولو وروستۍ برخې هم ووځي
تهران ریډیو- د لبنان د کابینې په جوړولو لومړی وزیر ددغه هیواد د ټاټوبی له ترټووروستۍ خاورې څخه د صهیونیسټي رژيم د وتلو او د امنیت شورا د د پریکړه لیک د بشبړ اجرا په ضرورت ټينګار وکړ.
زمونږخبریال د مهر خبری آژانس له قوله راپور راکړ، نواف سلام د لبنان له نوی ولسمشر جوزف عون او د پارلیمان له مشر نبیه بري سره له درې اړخیزې کتنې وروسته روښانه کړې ده ، مونږ باید پر اسرائيلو د خپل نیواکي ټآتوبو څخه دترټولو وروستۍ خاورې څخه بشبړ شاتګ وتپو او د لبنان حکومت اقتدار د هغه څه په اساس چې دطائف په موافقې کې روښانه شوی دی ، پراخ کړو.
د لبنان د کابینې په جوړولو مامور لومړي وزیر نواف سلام ووئیل؛ د اسرائيلو له تیریو او د اقتصادي بحران له امله له کړاؤ وروسته ، دعدالت او امنیت په استناد سره دپرمختګ او فرصتونو د نوي سپرکي د پیلیدا وخت رارسیدلی دی.مونږ به د هغه اقتصادی جوړښت په خاطر چط له تل باتې او جامع ودې څخه برخمن وي، د بشپړ پروګرام د برابرولو لپاره هڅه وکړو.
د لبنان ولسمشر په بیروت کې د کابنیې له جوړونکي لومړي وزیر او ددغه هیواد د پارلیمان له مشر سره له کتنې وروسته ووئيل،له لاسه د وتلو لپاره هیڅ وخت نه لرو او باید د حکومت د جوړولو په لاره کې هیڅ خنډ رانشي.
جوزف عون ووئيل؛ که د لینان دملت یوه پرګنه له ناکامۍ سره مخ شي، نو دټولو د ناکامۍ په معنا ده ، د لبنان د لومړي وزیر ټاکل د ډيموکراټيک بهیر له لارې ترسره شول چې د ټاکل شوي نتیجې سبب شول او عمومي ګټې ترټولو مهمې دي.