له غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د پوځ شاتګ پيل شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156476-له_غزې_تړانګې_د_صهیونیسټي_رژيم_د_پوځ_شاتګ_پيل_شو
عبري رسنیو د غزې تړانګې له ځینو سیمو د صهیونیسټي رژیم د پوځ د تدریجي وتنې خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-01-18T07:02:33+00:00 )
Jan 18, 2025 11:20 Asia/Kabul
  • له غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د پوځ شاتګ پيل شو

عبري رسنیو د غزې تړانګې له ځینو سیمو د صهیونیسټي رژیم د پوځ د تدریجي وتنې خبر ورکړی دی.

د صهیونیسټي رژیم د پوځ راډیو نن سهار وویل چې د دغه پوځ ۹۹ لښکر، په غزې کښې د اوربند د موافقې په وجه ورو ورو له «نتساریم» چورلیز څخه شاتګ کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې عربي رسنیو له دې مخکښې خبر ورکړی و چې صهیونیسټي رژيم باید د ۶۰ کیلومیټرو په پراختیا د غزې په تړانګه کښې د حائل سیمې د جوړولو په لټه کښې شي.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ پرون په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې په هلوځلو او واسطو سره، د موافقې ځینو بندونو ته د صهیونیسټو نیواکګرو د نه پابندۍ په وجه د اوربند د موافقې مخې ته ځینې رامینځته شوي خنډونه لرې شول.

ورته مهال د صهیونیسټي رژيم امنیتي او سیاسي کابینې په غزې کښې د اوربند موافقې او د اسیرانو تبادلې ته غاړه کښیښودله.