د صهیونیسټ نیواکګر رژيم له زندان څخه یوشمیر فلسطینیان خوشي شول
ایرنا خبري اژانس د قطر د الجزیرې ټيلي ويژن په قول راپور راکړی د اسرائیلو رژيم څوارلسم ټیلي ويژن د فلسطین د خوشي شویو کسانو د شمیر له اعلانولو پرته وویل چې له «عوفر» پوځي زندان څخه د فلسطین د بندیانو د لومړنۍ ډلۍ انتقالیدل پیل شول.
د فلسطین ځايي سرچینو هم وویل چې د بیت المقدس بندي« زینه بربر» له عوفر زندان څخه خوشي کیدا وروسته چې له اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې په چوکاټ کښې ترسره شول په بیت المقدس کښې له خپلې کورنۍ سره یوځاې شو.
څو شیبې وړاندې د قطر الجزیرې ټیلي ويژن وویل هغه بس چې د فلسطیني بندیانو لومړنۍ ډله پکښې ده له عوفر زندان څخه روان شوی دی.
ټاکل شوي وه چې د فلسطیني نوي(۹۰) بندیان د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د ټیمونو لخوا له طبي معاینې وروسته د اسرائیلو له عوفر پوځي زندان څخه خوشي شي.
فلسطینیانو د شهید اسماعیل هنیه ، د شهید یحیی السنوار او د شهید صالح العاروري د عکسونو په لاسونو کښې نیولو سره د بندیانو د خوشي کیدا د انتظار کولو په وخت د رام الله په لویدیځ کښې په بیتوتیا ښارګي کښې د عوفر پوځي زندان مخ ته د مقاومت ډلو په ملاتړ کښې شعارونه ورکړل.