انروا اژانس د صهیونیسټ رژیم ګواښونو ته غبرګون ښودلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستو د رسولو اژانس (انروا) په بیت المقدس شرقي کښې د دغه اژانس د فعالیتونو د بندولو په هکله د صهیونیسټ رژیم ګواښونو ته غبرګون وښود.
صهیونیسټ رژیم انروا اژانس ته ویلي دي چې د جنورۍ د میاشتې تر دیرشمې نیټې پورې په بیت المقدس شرقي کښې د خپلو مرستو رسولو ټول فعالیتونه بند کړي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستو د رسولو اژانس انروا په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژيم ژمن دی د ملګروملتونو احترام وکړي وویل د ملګروملتونو په مرکزونو باندې تیري نشي کیدلای او د ملګروملتونو د منشور پراساس د دغه ارګان مرکزونه له امتیازاتو او خوندیتوبونو څخه برخور دي.
د صهیونیسټ رژیم د پارلمان لخوا مخکې په نیواکي ټاټوبو کښې د انروا اژانس په فعالیتونو باندې د بندیز د لګولو او له دغه اژانس سره د اسرائیلو رژیم د چارواکو د ارتباط په ټینګولو باندې د بندیز په هکله دوې(۲) لایحې تصویب شوي وې.
انروا اژانس کابو دیرش زره کسان لري کوم چې په ټولې لویدیځې اسیا( مینځني ختیځ) کښې د فلسطیني کډوالو لپاره کار کوي.