جګړې د صهیونیسټي رژیم لپاره هره ورځ ۳۰۰ میلیونه شیکل لګښت درلود
Feb 01, 2025 02:34 Asia/Kabul
یوې صهیونیسټي ورځپاڼي راپور ورکړی چې، د غزې د جګړې لګښت د جنورۍ تر نیمايي پوري د اسرائیلي رژیم لپاره ۱۵۰ میلیارده شیکل (اسرائیلي اسعار) وو.
د یدیعوت احارانوت ورځپاڼي زیاته کړې چې د اسرائیلو لپاره د جګړې اوسط لګښت، د ورځې ۳۰۰ میلیونه شیکل دی.
په همدې حال کې، د صهیونیسټي داخلي امنیت انسټیټیوټ په یوه راپور کې لیکلي: په دې جګړه کې د ۸۴۱ اسرائیلي پوځیانو په ګډون ۱۸۴۵ ښارګوټه مېشت صهیونیسټان وژل شوي دي. د دغه راپور له مخې، ۱۴۳ زره ښارګوټه مېشتو صهیونیسټانو هم خپل کورونه پریښی دي.
ټیګونه