د فلسطین ښاریزو په لویدیځې غاړې کښې یولس عملیات وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د فلسطین مبارزانو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو پرضد په لویدیځې غاړې کښې یولس عملیات ترسره کړل.
د «محطی» په نوم یوه سایټ وویل په دغو عملیاتو کښې د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې وسلې والې نښتې ، ډزې، بم چاودنې او په کاڼو سره جنګونو کول شامل دي.
دغه راز د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو لپاره د ولسي مظاهرو ترسره کیدل په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د صهیونیسټ رژیم پرضد نور فعالیتونه وو.
د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د پیلیدا له وخت راهسې د دغه رژیم پوځیانو په لویدیځې غاړې کښې خپل پوځي عملیات زیات کړي دي.
د صهیونیسټ رژیم پوځیان هره ورځ په لویدیځې غاړې کښې په هستوګنه فلسطیني کورونو او کروندو باندې یرغلونه کوي او دغه سیمه د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د پوځیانو او د فلسطینیانو ترمنیځ د نښتو او د تاوتریخوالي د زیاتیدا او په کلي کوڅو باندې د اسرائیلي عسکرو د یرغلونو او د فلسطینیانو د نیول کیدا کتونکي ده.
صهیونیسټ رژیم د امریکا ، د بریتانیا او د نورو اروپايي هیوادونو په کامل ملاتړ او مرستو سره په غزې تړانګې او نورو فلسطیني سیمو باندې د دوه زره درویشتم میلادي کال له اکتوبر میاشتې له حملو وروسته تراوسه څه د پاسه یولک اوه پنځوس زره فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان او ژوبل کړي او څه د پاسه څوارلس زره نور کسان اوس هم بې درکه دي.
صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې څه د پاسه اتیا فیصده ودانۍ په کامل ډول تباه کړي دي.