ایران په فضایي برخه کې کومې مهمې لاسته راوړنې لري؟
(last modified Sun, 02 Feb 2025 10:49:06 GMT )
Feb 02, 2025 15:19 Asia/Kabul
  • ایران په فضایي برخه کې کومې مهمې لاسته راوړنې لري؟

د سلواغې د میاشتې څوارلسمه نېټه د «ملي ټکنالوژۍ د ورځې» په نوم نومول شوې، چې په علمي ډګر کې د ایران د ځوانو ساینس پوهانو او کارپوهانو د بې شمېره بریاوو او لاسته راوړنو نښه ده.

د سلواغې ۱۴مه د فضايي ټکنالوژۍ ملي ورځ او د "امید" په نوم فضا ته د ایران د لومړنۍ سپوږمکۍ د استولو کلیزه ده.  د فضايي ټکنالوژۍ د ملي ورځې د لمانځلو مراسم، د ایران د فضایي تحقیقاتو په انسټیټیوټ کې نن یکشنبه د فبرورۍ د میاشتې دویمه نېټه، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر«مسعود پزشکیان» په شتون سره ترسره شول.

پزشکیان نن همدارنګه، د ملي دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ د دفاعي او فضايي لاسته راوړنو له نندارتون څخه تر لیدو وروسته، له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د دا ډول ویاړونو په جوړولو کې یې کار کړی دی.

 د ایران ولسمشر همدارنګه په دغه نندارتون کې فضایي لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: نن سبا د ایران د ځوانو ساینس پوهانو د هلو ځلو له امله، ایران د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې په فضا کې هم د تحقیقاتو او کشفي فضایي بیړیو د ترسره کولو توان لري او دغه علمي ځواکمن او قدرت نندارې ته واندې کوي.

د فضايي ټکنالوژۍ د ملي ورځې او په دې مناسبت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، له درې ایراني او داخلي سپوږمکیو مخکتنه وشوه. د نن ورځې (یکشنبې) د فبرورۍ په دویمه، د "ملي ټکنالوژۍ ورځ" په مراسمو کې، د «پارس ۱» سپوږمکۍ نوې شوې نمونه، چې د پخوانۍ نسخې په پرتله ډېرې ځانګړتیاوې لري، د «پارس ۲» سپوږمکۍ د خورا لوړ انځور اخیستلو په دقت سره په دې مراسمو کې چې د مخابراتو په وزارت کې جوړ شوي وو، مخکتنه وشوه.

د "ناوک" له مخابراتي سپوږمکۍ څخه هم د ټکنالوژۍ د ملي ورځې په مناسبت د لوړې کچې د مخابراتي اړیکو د پیاوړتیا په هدف مخکتنه شوه.  له دې مراسمو سره سم به د فضايي او هوايي ټکنالوژۍ په برخه کې د ایران د څېړونکو د لاسته راوړنو نندارتون هم جوړ شي.

د ایران د فضایي ادارې مشر "حسن سالاریه " د فضايي ټکنالوژۍ د ملي ورځې د مراسمو په پیل کې، په دغه ډګر کې د ایران لاسته راوړنو او بریالیتوبونو ته اشاره وکړه.  د ایران د فضایي ادارې مشر له دې مخکې ټینګار کړی وو چې په دغه هېواد کې ۲۵ سپوږمکۍ د جوړېدو په حال کې دي او ۸ چمتو شوې سپوږمکۍ لرو.

ایران د فضايي ټکنالوژۍ درلودونکو لسو هېوادونو په کتار کې دی او د فضايي علومو له پلوه په نړۍ کې ۱۱م او په سیمه کې لومړی هېواد دی.   د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته له څو کلونو راهیسي تراوسه، د ایران د فضایي تحقیقاتو انسټیټیوټ د دغه هېواد د فضايي صنایعو د ټکنالوژۍ د زړه په توګه، د خپل هېواد د ټکنالوژۍ په ترلاسه کولو او د ملي سپوږمکۍ په استولو کې ستر پرمختګونه کړي دي. په ۲۰۰۹ کال کې د لومړنۍ "امید" سپوږمکۍ له توغولو څخه نیولې بیا تر پرمختللو پروژو لکه "خیام"، "هدهد" او " کوثر" پورې، دغه څېړنیز انسټیټیوټ په نړیوالو فضايي ډګرونو کې د ایران مقام ثابت کړی دی.

ایراني سپوږمکۍ نه یوازې د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي، بلکې له لیري څخه د سنجش، مخابراتو او علمي څېړنو په برخو کې هم رول لوبوي. له "خیام" سپوږمکۍ څخه چې د طبیعي زیرمو او کرنې د مدیریت لپاره د لوړ کیفیت انځورونه چمتو کوي نیولې بیا تر " هدهد" او " کوثر" چې په مدار کې ځای پرځای شوي، هر یو یې په وروستیو کلونو کې د ایران د فضایي پرمختګونو سمبول دی.

په فضایي ډګر کې په وروستیو کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت حیرانوونکي علمي او تحقیقي پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی چې امریکا او لوېدیځو حکومتونو د ایران په خلاف خپل بندیزونه زیات کړي دي.

له دغو بندیزونو سره سره، د ایران ځوانو ساینس پوهانو او متخصصینو په علمي ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې چې د ایران د فضايي صنایعو وده د هغوی د بې ساري او د ستاینې وړ بریالیتوب څرګندونه وه. د ایران د ځوانو ساینس پوهانو پرمختګ او لاسته راوړنې په نړیواله کچه هم د کارپوهانو له خوا ستایل شوي دي.

اسلامی ایران نن د خپلو توانمندو ځایي ځواکونو په هلو ځلو او له بهرني تکیه پرته توانیدلی چې په مختلفو علمي، تحقیقي، اکتشافاتو او پوځي توانمندیو سره،مختلفې سپوږمکۍ له ځمکې نه دباندې فضا کې ځای پرځای کړي او د دې پرمختګ له پایلو څخه په علمي څېړنو کې ګټه واخلي.