په غزه کې یو بل فلسطیني فوټبالر شهید شو
Sep 25, 2025 07:28 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د اسراییلي پوځ پوځیانو په غزه کې یو بل فلسطیني فوټبالر شهید کړ.
فلسطینی فوټبالر محمد السطري پرون چارشنبه د غزې په جنوب کې د رفح ښار په لویدیځ کې د الشاکوش په سیمه کې د اسراییلي ځواکونو لخوا په ډزو شهید شو.
السطري د غزې په تړانګه کې یو له مشهورو فوټبالرانو څخه ګڼل کیده او د رفح د ځوانانو ټیم په ګډون په ډیرو ټیمونو کښې لوبیدلی و.
د یادونې ده چې د فلسطین د فوټبال فیډریشن له خوا د خپرو شویو احصائیو له مخې، د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په بریدونو کې د شهید شویو لوبغاړو شمیر له ۸۵۰ څخه اوښتی دی،
ټیګونه