د ایران ولسمشر پزشکیان د اسلامي هیوادونو په اتحاد ټینګار وکړ
(last modified Tue, 04 Feb 2025 07:56:53 GMT )
Feb 04, 2025 12:26 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر پزشکیان د اسلامي هیوادونو په اتحاد ټینګار وکړ

پارس ټوډي سایټ راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل اسلامي هیوادونه له اختلاف ډډه وکړي او له یوبل سره متحد شي ، په پریکنده توګه به د دښمانانو او د بدغواړو دسیسې نتیجه ورنکړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کښې د عراق د پارلمان له مشر محمود المشهداني  او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې د اسلامي هیوادونو ترمینځ په ګډه کار کول ، یوزړه توب او د وحدت پیاوړي کول د نړۍ د اوسنیو شرایطو مهم ضرورت وباله.

د ایران ولسمشر پزشکیان د سیمې په تیره بیا د سوریې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل د سوریې په وړاندې د ایران دریځ د ټولو خلکو په ګډون سره د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل او د هغه نه ویشل دي.

پزشکیان دغه راز د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د عراق د  پریکنده او د پیاوړي دریځونو په قدرونې سره وویل له غزې تړانګې او لبنان سره د  مرستې په زمینه کښې وړاندیز دا دی چې هر یو اسلامي هیواد تر خپل وسه د دغو سیمو د بیا ابادولو او ژوند ته د خلکو د بیرته وګرځیدا لپاره مرسته وکړي.

د عراق د پارلمان مشر محمود المشهداني دغه راز د فلسطین د موضوع په هکله د ایران او د عراق ګډ دریځونه یو اصولي او شرافتمندانه دریځ وباله او زیاته یې کړه د مقاومت چورلیز په تیر یو نیم کال کښې د ځپلو ځینو مهمو قومندانانو او شخصیتونو له لاسه ورکولو سره سره سترې بریاوې رامینځته کړي دي.

هغه وویل په اوسني حساس وخت کښې د اسلامي امت له دښمنانانو سره په مخامخ کیدا کښې د عمل د نوښت ساتل ډیر اهمیت لرونکی او ضروري دی.