ټرمپ د جرمونو پر نړیوالې محکمې باندې بندیزونه ولګول
سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د یوه اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره د امریکا او اسرائیلو په اړه د «بې اساسه» تحقیقاتو له امله د جرمونو پر نړیوالې محکمې باندې بندیزونه ولګول.
د ټرمپ په نوي فرمان کې ویل شوي چې په هاګ کې دغې محکمې، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم په صادرولو سره، «له خپل واک څخه ناوړه» ګټه اخیستې.
په فرمان کې، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او په غزې کې د صهیونیسټي ځواکونو د جنګي جنایتونو د ادعاوو په اړه تحقیقاتو ته په اشارې سره ویل شوي چې دا محکمه «په داسې نامشروع او بې اساسه اقداماتو کې دخیله شوې، چې امریکا او نژدې ملګری اسرائیل په نښه» کوي.
د دغو بندیزونو په اساس، د جرمونو د نړیوالې محکمې د مقاماتو، مامورانو، د هغوی د کورنیو د غړو او هغو کسانو، چې د محکمې په تحقیقاتو کې یې مرسته کړې، شتمنۍ ګنګل کېږي او د سفر کولو بندیزونه پرې لګول کېږي.
تر دې دمه د جرمونو نړیوالې محکمې په دې اړه کوم غبرګون ښودلی نه دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د تېرکال د نومبر په ۲۱مه نېټه د صهیونیسټي رژیم بنیامین نتنیاهو، ددغه رژیم د جنګ د پخواني وزیر یواو ګالانټ د نیولو حکمونه صادر کړل.
د محکمې د حکم پر بنسټ د دغو کسانو تحرکات محدودېږي او که د نړیوالې جرمونو محکمې د ۱۲۴ غړو هېوادونو څخه یو ته یې هم سفر وکړي، د نیولو له خطر سره به مخامخ شي.