ټرمپ به د ایران په تړاو خپلې هیلې قبر ته یوسي
پارس ټودې - د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ایران په تړاو خپلې هیلې قبر ته یوسي.
د ایرنا په حواله او د پارس ټوډې د راپور له مخې، د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام او المسلمین کاظم صدیقي ټینګار وکړ، ټرمپ ویروي او ګواښ کوي چې باید د ایران اټومي، توغندوي توان او سیمه ایز نفوذ محدود کړو. خو باید پوه شي، لکه څنګه چې پخوانيو ناسم ویل او دا آرمان يې قبر ته یوړ، هغه به هم دا آرمان قبر ته یوسي.
حجت الاسلام "کاظم صدیقي" زیاته کړه، د ایران ملت له پیله اعلان وکړ چې موږ له هېڅ هېواد سره د جګړې په لټه کې نه یو او حتی یوه مرمۍ به هم ډز ونه کړو، خو که کوم هېواد پر موږ برید وکړي، د خپل ژوند ترپایه درېږو او دښمن ته به پر خپلو کړنو پښیمانه کړو.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د اسلامي انقلاب د سباوون لسیزې ته په اشارې سره، ټینګار وکړ د ایران خلک د تېرو کلونو په څېر میدان ته راوځي او د دغه خاورې د دښمنانو پر خولې به یو کلک ګوزار ورکړي.