د اسرائیلو نیواکګر رژیم په سیمه کښې مطلق شر دی
(last modified Sun, 09 Feb 2025 00:34:49 GMT )
Feb 09, 2025 05:04 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو نیواکګر رژیم په سیمه کښې مطلق شر دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا د استازي له مرستیالې «مورګان اورتګاس» سره په کتنه کښې اسرائیل مطلق شر وباله او ټینګار یې وکړ:

خپلو ژمنو ته د صهیونیسټ رژیم پاې بندۍ او د لبنان له خاورې په کامل ډول وتل ضروري دي.

د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري پرون د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا د استازي د مرستیالې  مورګان اورتګاس کوربه و.

د لبنان د پارلمان مشر بنیه بیري په دغه کتنې کښې ټینګار وکړ: اسراییل مطلق شر دی او د لبنان د خاورې د نیواک دوام به ځان پسې مقاومت ولري.

هغه وویل اسرائیل باید د ملګروملتونو د امنیت شورا اولس سوه لومړی پریکړه لیک او د هغه په سر کښې د لبنان له ټولو خاورو څخه شاتګ کول اجرا کړي.

د امریکا استازي مورګان اورتګاس دغه راز د لبنان له پخواني لومړي وزیر نجیب میقاتي سره هم کتنه او خبرې وکړې.

د لبنان پخواني لومړي وزیر نجیب میقاتي هم د امریکا له استازي مورګان اورتګاس سره  په کتنه کښې وویل مونږ له امریکا غواړو چې د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په اتلسمه نیټه د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلو په کامل ډول د وتلو سریزې برابرې کړي.

هغه وویل صهیونیسټ رژیم باید د لبنان په سرحدي سیمو کښې په ښارګیو او کلیو کښې سیسټاماټیکې ورانکارۍ بندې کړي.

نجیب میقاتي وویل د نړیوالو پریکړه لیکونو اجرا ته پاې بندۍ به په سیمه په تیره بیا د لبنان په جنوب کښې د ثبات د ټینګیدا سبب شي.

صهیونیسټ رژیم تراوسه له اوربند سره سره په سلګونو ځله د لبنان پرضد حملې او خلاف ورزیانې کړي دي.