اروپا په اوکراین کښې د سولې د ټینګولو لپاره چمتووالی اعلان کړ
(last modified Thu, 13 Feb 2025 05:52:34 GMT )
Feb 13, 2025 10:22 Asia/Kabul
  • اروپا په اوکراین کښې د سولې د ټینګولو لپاره چمتووالی اعلان کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اروپايي هیوادونو په اوکراین کښې د پایداره او د عادلانه سولې د تحقق لپاره له امریکا سره د ملګرتیا لپاره چمتووالی اعلان کړ.

جرمني ، فرانسې ، انګلستان، پولینډ، ایټالیا ، اسپانیا، د اروپا د خارجي اقدام ادارې او د اروپا کمیسیون نن سهار په یوې بیانیې کښې ډاګینه کړه: اوکراین او اروپا باید له روسیې سره د هر ډول خبرو اترو یوه برخه ووسي.

اروپايي هیوادونو په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اوکراین ته باید پیاوړي امنیتي ضمانتونه ورکړل شي په اوکراین کښې د یوې عادلانه او د پایداره سولې د تحقق غوښتنه وکړه.

په اوکراین کښې د پایداره او د عادلانه سولې د تحقق لپاره له امریکا سره د ملګرتیا لپاره د اروپايي هیوادونو بیانیه وروسته له هغې خپره شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په تیرې چهارشنبې شپې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره جلا جلا ټیلي فوني خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر ټرامپ اوکراین ته ویلي دي چې کي یف ته د وسلو او د مهماتو د استولو دوام به د اوکراین له طبیعي زیرمو او معدنونو د واشنګټن د ګټه د پورته کولو په بدل کښې ترسره شي.

د اوکراین جنګ د ناټو د پوځي ائتلاف د سرحدونو د پراخولو په هکله  د روسیې امنیتي اندیښنو ته د لویدیځو هیوادونو د پام د نه کولو په وجه رامینځته شوی.