پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر سفر به ګټور ثابت شي
(last modified Thu, 13 Feb 2025 10:21:08 GMT )
Feb 13, 2025 14:51 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر سفر به ګټور ثابت شي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل هیله ده چې اسلام اباد ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سفر ډیر ګټور ثابت شي.

شهباز شریف د پاکستان او د ترکیې ترمینځ د ملګرتیا د تفاهم لیکونو او د تړونونو د لاسلیک کولو په وخت یوې وینا کښې وویل زه د ترکیې ولسمشر ته پاکستان ته د راتلو هرکلی  وایم.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل د ترکیې او د پاکستان ترمینځ ورورګلویزې اړیکې شته او د دواړو هیوادونو ملتونه له سلګونو کلونو راهسې اړیکې لري.

شهباز شریف وویل د غزې تړانګې په هکله زمونږ  دریځ ډیر واضح دی او ترکیې د کشمیر د مسلې په هکله تل د پاکستان د دریځ ملاتړ کړی او پاکستان به هم د قبرص د معاملې په هکله تل د ترکیې د دریځ ملاتړ وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل د هیواد امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پرضد په جنګ بوخت دي  او او ټروریسټان د خپلو ناوړه کارونو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

دغه راز د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردوغان هم وویل پاکستان زمونږ دوهم کور دی.

د ترکیې ولسمشر وویل   زه پاکستان ته په راتلو ډیر خوشحاله یم او پاکستان زمونږ دوهم کور دی.

هغه وویل قائد اعظم او علامه اقبال زمونږ اتلان هم دي او زیاته یې کړه چې مونږ د پاکستان او د ترکیې د اړیکو د نور پیاوړي کولو په هکله موافقه کړي ده او زمونږ ترمینځ د څلرویشتو تړونونو او د تفاهم د  یادښتونو  په هکله موافقه شوي ده.

ترکیې او پاکستان د پینځو میلیارډو ډالرو په اندازه د تجارت په هکله خبرې کړي دي او ترکیه خپل تاجران په پاکستان کښې پانګونې ته هڅوي.