د لبنان حکومت باید د ایراني الوتکو د الوتنې مخه ونه نیسي
(last modified Sat, 15 Feb 2025 00:39:26 GMT )
Feb 15, 2025 05:09 Asia/Kabul
  • د لبنان حکومت باید د ایراني الوتکو د الوتنې مخه ونه نیسي

پارس ټوډې - په بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني وویل: د لبنان حکومت د ایراني الوتکو پرځای د بلې الوتنې په لټه کې دی چې دا موضوع موږ ته د منلو وړ نه ده.

د ایرنا په حواله او د پارس تودي د راپور له مخې؛ په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر مجتبی اماني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې  دې ته په اشارې سره چې د لبنان حکومت د پنجشنبې په ورځ د سلواغې د ۲۵مې نېټې په ماښام د هغو دوو الوتنو اجازه لغوه کړه چې په منظم او اونیز ډول له ایران څخه بیروت ته ترسره کېدل  وویل: په دې اړه مو پوښتنه کړې او د لبنان حکومت ژمنه کړې وه چې دا الوتنې ترسره شي، مګر د دوی لغوه کول د دې لامل شو، هغه لبناني مسافرین چې د زیارتي کاروانونو په چوکاټ کې دي، د تهران په هوایي ډګر کې په تمه پاتې شي.

اماني زیاته کړه: باید وویل شي، د دغو الوتنو لغوه کول د صهیونیسټي رژیم د ویاند له څرګندونو او د هغه له ادعا سره سمون هم مهاله شوي چې ویلي دي دغو دوو الوتکو غیر قانوني مالونه لیږدول.

په بیروت کې د ایران سفیر وویل: د لبنان حکومت غوښتنه کړې چې د ایراني الوتکې پر ځای بله الوتکه واستول شي البته، موږ د لبناني الوتنو د جوړېدو هرکلی کوو، په دې شرط چې د لبنان حکومت هم د ایراني الوتنو پر وړاندې کوم خنډ جوړ نه کړي.