حماس غورځنګ د موافقې د ورپسې پړاونو اجرا کولو دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند «حازم قاسم» ټینګار وکړ دغه غورځنګ له سیاسي او میداني نظره د موافقې د دوهمې او د دریمې مرحلې د اجرا لپاره کامل چمتووالی لري.
هغه وویل چې حماس غورځنګ د موافقې د ټولو مادو د اجرا لپاره د خپل جدیت د ښودلو لپاره د مینځګړو هیوادونو له غوښتنې سره موافقت کړی او د هغو بندیانو شمیر یې چې په دغه مرحلې کښې به ازاد شي زیات کړی دی.
هغه د صهیونیسټ رژيم کارړنګونو ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو له ځنډ سره سره هیله کوو د موافقې دوهمې مرحلې ته اړونده خبرې زر پیلیږي په تیره بیا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له څرګندونو وروسته.
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم د غزې تړانګې له اداره کولو د حماس د څنګ ته کولو په هکله د صهیونیسټ رژيم شرط یو رواني جنګ وباله او ټینګار یې وکړ چې له غزې تړانګې د حماس غورځنګ وتل هیڅکله د منلو وړ خبره نه ده.
هغه وویل حماس غورځنګ د مقاومت ډلو د بې وسلې کولو او د حماس غورځنګ د مشرانو د حذفولو په هکله د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو شرطونه رد کړل.