د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا نوي فضا جوړونې:
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157550-د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_پرضد_د_امریکا_نوي_فضا_جوړونې
د امریکا د جنجالي ولسمشر ډونالډ ټرامپ بیا واک ته په رسیدا سره واشنګټن له یوې خوا د زیات دباو د سیاست په بیا پیلولو سره له ایران سره د مقابلې په لړ کښې نوي هیڅې پیل کړي او له بلې خوا یې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد رواني جنګ او فضا جوړونه پیل کړي ده.
(last modified 2025-02-22T06:44:05+00:00 )
Feb 22, 2025 11:09 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا نوي فضا جوړونې:

د امریکا د جنجالي ولسمشر ډونالډ ټرامپ بیا واک ته په رسیدا سره واشنګټن له یوې خوا د زیات دباو د سیاست په بیا پیلولو سره له ایران سره د مقابلې په لړ کښې نوي هیڅې پیل کړي او له بلې خوا یې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد رواني جنګ او فضا جوړونه پیل کړي ده.

په دې لړ کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز په تیرې جمعې ورځ په واشنګټن کښې د ریپلیکن ګوند په غونډه(CPAC) کښې د ایران د اټومي پروګرام پرضد د امریکا ادعاګانې تکرارې کړې چې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو سیاست توجیه کړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامي  جمهوریت باید هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي ادعا وکړه: که چیرې  ایران اټومي وسلې ولري، دغه پوښتنه  رامینځته کيږي ایا هغه منطقي لوبغاړی دی او که نه.

هغه کولای شي زمونږ متحد اسرائیل نابود کړي.

مایک والټز د ایران له دفاعي قدرت څخه په ویریدا سره د دغه ادعا په مطرح کولو سره چې تهران اټومي وسلو ته د لاسرسي په بڼه کښې په هر ځای د حملې توان ولري ادعا وکړه : هغوې به یو اټومي چتر ولري دغه ټولې حملې او نور بریدونه ترسره کړي.

هغه  باید اټومي وسلې ونلري.

د امریکا د ولسمشر ټرامپ د ولسمشرۍ په پړاو کښې به مونږ هر کار ترسره کړو چې ایران اټومي وسلې جوړې نکړي.

د ډونالډ ټرامپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز په دوام کښې وویل: ټرامپ څه موده مخکې د زیات دباو د سیاست د له سره پیلولو لپاره یو حکم لاسلیک کړی دی چې خپلې پښې د ایران په اقتصادي مرې باندې کیږدوي.

د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام پرضد د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې اټومي وسلو ته د رسیدا لپاره د ایران د هڅې په باره کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له بیا بیا ادعاګانو سره سره واشنګټن د ایران د اټومي فعالیتونو د ادعا وړ پوځي اړخونو په هکله هیڅ پاخه شواهد نه دي وړاندې کړي.

امریکا د جوبایډن د ولسمشرۍ په پړاو کښې اعتراف کړی و چې ایران پوځي اټومي پروګرام نلري.

په دې لړ کښې د امریکا اصلي استخباراتي ارګان هم اعتراف کړی چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي.

د دوه زره درویشتم میلادي کال په جولاۍ میاشت کښې د امریکا د ملي استخباراتو د مدیر د دفتر د یوه ښکاره راپور په یوې برخه کښې په دې خبرې باندې د بیا تینګار په ترڅ کښې چې ایران حاضردمه د اټومي  وسلو د پراختیا مهم فعالیتونه چې د یوه ازمویلو وړ  اټومي بم د جوړولو لپاره ضروري دي نه ترسره کوي ادعا شوي ده چې تهران هماغه راز خپل تحقیقاتي او د پراختیا فعالیتونه تعقیبوي.

له دې مخکې یعنی د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال په دسمبر میاشت کښې هم د امریکا د هغه وخت د ملي استخباراتو مدیر «اوریل هینز» ادعا کړي وه داسې اطلاعات چې وښيي ایران د اټومي وسلو د جوړولو فیصله کړي ده نشته.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي هم د دوه زره پینځویشتم میلادي کال د جنورۍ په یویشتمه نیټه د ډاوس د غونډې په څنګ کښې دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا د ایران په اټومي پروګرام کښې د پوځي هدفونو د شتون په هکله د صهیونیسټ رژیم ادعا ته په پام سره د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس همدغه عقیده لري وویل: نه مونږ هیڅ داسې شواهد نلرو چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په حال کښې دی.

د ایران پرضد د امریکا د نوي فضا جوړولو دوهم چورلیز د جنګ د رامینځته کونکي هیواد په توګه د ایران د انځور د  وړاندې کولو لپاره هڅه ده چې په نورو هیوادونو باندې د بې پایلوټه الوتکو په خرڅولو سره د تاوتریخوالي او د انسانانو د نابودلو زمینه برابروي.

په دې  زمینه کښې د امریکا د ریپبلیکن ګوند د روان کال په مراسمو کښې یوه بې پایلوټه الوتکه د ایران پرضد د فضا جوړولو په هدف او له هغه سره د مقابلې د توجیه لپاره چې د ایران ګواښونه نومول کیږي نندرې ته وړاندې شوه.

د امریکا رسنیو ادعا وکړه دغه بې پایلوټه الوتکه چې د اوکراین د پوځ لخوا نسکوره شوي وه د پولینډ ، د اوکراین او د امریکا د یوې غیر حکومتي موسسې یعني د اټومي ایران پرضد د اتحاد(UANI) په ملګرتیا سره  امریکا ته انتقال شوي وه.

په ملګروملتونو کښې  د امریکا د پخواني  استازي مارک والاس په مشرۍ د اټومي ایران پرضد د اتحاد په نوم موسسه د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد په بیلابیلو فعالیتونو تمرکز لري.

د امریکا سرچینو ادعا وکړه د ایران دغه جوړه بې پایلوټه الوتکه د روسیې لخوا د اوکراین پرضد جنګ کښې کارول شوي او وروسته له دغه هیواده امریکا ته انتقال شوي ده.

دغه یوسل شپږډیرش ډوله شاهد بې پایلوته الوتکه ځان وژونکي ده.

د لویدیځو هیوادونو سرچینې ادعا کوي روسیې «ګران دوه» ته د شاهد بې پایلوته الوتکې د نوم په بدلولو سره له هغو د اوکراین په جنګ کښې استفاده کوي.

امریکا او اروپايي اتحادیې مخکې روسیې ته د ایران د بې پایلوټه الوتکو د استولو په ادعا سره د تهران پرضد بایکاټونه اعمال کړي  وو.

د ایران د څیرې د خرابولو لپاره دسي پیک په غونډه کښې د یوې بې پایلوټه الوتکې د نندرې ته په وړاندې کولو کښې د امریکا هدفمن اقدام ته په غبرګون کښې په ملګروملتونو کښې  د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ په تیرې جمعې ورځ وویل د شاهد بې پایلوټه الوتکو د خرڅولو لپاره هیڅ خنډ نشته.

دغه نمایندګۍ زیاته کړه شاهد بې پایلوټه الوتکې د نړۍ په سویه تر ټولو ښه بې پایلوټه الوتکې دي؛ دغه الوتکې د جاسوسۍ کولو ، د پیژندلو او د عملیاتو ځانګړي قابلیتونه لري او ډیرې مناسبې او ارزانه دي.

په حقیقت کښې امریکا په دې ډول د شاهد یوسل شپږدیرش ډوله بې پایلوټه الوتکو پرضد تبلیغات پیل کړي او هغه یې د انسانانو د وژلې عامل بللي دي چې تا وا واشنګټن د غزې د جنګ په وخت کښې صهیونیسټ رژیم ته د کابو اتیا زره ټنو ډول ډول بمونو او د مهماتو په استولو سره د فلسطینیانو په نسل کشۍ کښې هیڅ رول نه دی لرلی.

دا په داسې حال کښې دي چې امریکا له ساړه جنګ څخه په وروسته وخت کښې په افغانستان او عراق کښې د دوو سترو جنګونو په رامینځته کولو او ورپسې په سوریې ، عراق او افغانستان کښې د ترهګرو ډلو په ملاتړ کولو سره په لویدیځه اسیا سیمه کښې د ملکي وګړو په وژلو او د ناامنۍ په رامینځته کولو کښې تر ټولو ستر رول لرلی دی.

همدا اوس ټرامپ اسرائیلو ته د اتلس سوه نویو بمونو د استولو په هکله د شین څراغ په ښودلو سره د صهیونیسټ رژیم  د ګاونډیو هیوادونو د خلکو او د فلسطینیانو د وژلو د دوام لپاره «تل اویو »ته ضروري اوزار په لاس ورکړی دی.