د اټومي وسلو لرونکي هیوادونه باید ځواب ویونکي وي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خپلو ژمنو په وړاندې د اټومي وسلو د لرونکو هیوادونو د ځواب ویلو لپاره د نړیوالې ټولنې په اقدام ټينګار وکړ.
ښاغلي عراقچي په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بې وسلې کولو په کانفرنس کښې د اټومي وسلو په جدي ګواښ او د ژواک چاپیریال او د انساني غمیزې د رامینځته کونکو پایلو په هکله په اندیښنې څرګندولو سره د نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو د تر ټولو ستر لومړیتوب په توګه د اټومي بې وسلې کولو د موضوع د ساتلو غوښتنه وکړه.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي دغه راز د اټومي وسلو په هکله د یوه جامع کنونشن ترسره کول ضروري وبلل.
هغه وویل د این پي ټي تړون د شپږمې مادې پراساس د اټومي بې وسلې کولو ته اړونده ضروري قانوني ژمنو نه رعایتول د بې وسلې کولو د رژیم او د وسلو د کنټرول د کمزوري کیدا سبب کیږي او ضروري ده چې نړیواله ټولنه د اټومي وسلو لرونکي هیوادونه د خپلو نړیوالو حقوقو ژمنو په هکله ځواب ویونکي کړي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل صهیونیسټ رژيم په غزې تړانګه کښې د بشریت پرضد د جنایت، د جنګي جنایتونو او د نسل کشۍ په شان تر ټولو بې مخینې او غچ اخیستونکي اقدامات کړي دي او په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو رژيم تیري د دغه سیمې د ورانیدا او د څه د پاسه اته څلویښت زره کسانو د شهادت سبب شوي چې اکثره یې ښځې ، ماشومان او بوډاګان دي.