د اسرائیلو مړي او فلسطیني بندیان سره تبادله کیږي
(last modified Wed, 26 Feb 2025 08:54:03 GMT )
Feb 26, 2025 13:24 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو مړي او فلسطیني بندیان سره تبادله کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی مینځګړي هیوادونه یوې موافقې ته رسیدلي دي چې اسرائیل د فلسطین بندیان خوشي کړي بل خبر دا چې د فلسطین چارواکو په لویدیځې غاړې کښې

کوم چې مخکې ټاکل شوي وه په تیرې شنبې ورځ د اسرائیلو د حکومت لخوا ازاد شي او دغه راز د اسرائیلو د یرغمل شویو وژل شویو کسانو مړي به هم د حماس لخوا ا سرائیلو ته وسپارل شي.

د مصر یوې سرچینې چې له دغه موضوع خبره وه وویل دغه د بندیانو او د  مړیو سپارل به د مصر تر څارنې لاندې وشي خو نوموړي  دقیقه نیټه ونه ښودله.

په غزې کښې دیره له حماس غورځنګ سره اړونده الناصر الصلاح الدین غونډ وویل چې دوې به د اسرائیلو د یوه وژل شوي کس« اوهاد یاهالومي» مړي سبا وسپاري.

بل خبر دا چې د فلسطین چارواکو په لویدیځې غاړې کښې د امبولانسونو د مخه د نیولو لپاره د اسرائیلو اقدامات د نړیوالو قوانینو بله خلاف ورزۍ وبلله.

مخکې ملګروملتونو هم په نیواکي ټاټوبو کښې د اسرائیلو د حملو په هکله چې په روغتیايي چارو باندې اغیز کوي جدي اندیښنه څرګنده کړي وه.

دغه راز د امریکا خارجه وزیر «مارکو روبیو» او د عربستان دفاع وزیر «شهزاده خالد بن سلمان السعود»  د سره سمندر د امنیت او په ازادۍ سره د کشتیو د تګ راتګ په شمول د سیمې د ثبات په هکله خبرې وکړې.

بل خبر دا چې د اسرائیلو نیواکګرو پوځیانو د لویدیځې غاړې د طولکرم په ختیځ کښې په بلا ښارګي کښې پینځه فلسطینیان ونیول.

د  اسرائیلو پوځیانو نن سهار په بیلابیلو سیمو کښې  د دغو فلسطینیانو په کورنو باندې د چپو په  وهلو سره هغوې له ځانونو سره بوتلل.

دغه راز د فلسطین حماس غورځنګ په سوریې باندې د اسرائیلو د تیریګر رژيم وروستې حملې په کلکه وغندلې.

حماس دغه حملې د سوریې په واکمنۍ باندې ستر تیری وباله او هغه یې د عربو هیوادونو پرضد د اسرائیلو د تیریو دوام وګاڼه.