د فلسطینیو په زوره کوچول سیمه په یوه ټایم بم بدلوي
پارس ټوډې - د روسیې خارجه وزیر وائي ،غزې تړانګې څخه ګاونډیو هیوادونو ته د فلسطینیانو د کوچولو لپاره هڅې به یوازې د نوو جګړو سبب شي.
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف دې ته په اشارې سره چې د یوه خپلواکه فلسطیني هیواد رامینځةکول د مشکل کِلئ ده ، ووئيل؛ له غزې تړانګې څخه د سیمې نورو هیوادونو ته د فلسطینیانو د کوچولو لپاره هڅه به یوازې د فلسطینیانو او صهیونیسټي رژیم ترمینځ نوي جنګونه رامینځةکړي.
لاؤروف په دې په ټينګا رسره چې د قطر له امیر سره ئې د لبنان او فلسطینیو ټاټوبو د وروستیو حالاتو په باب خبرې اترې کړي دي، ووئيل؛ د ملګروملتو د پریکړو په اساس، موافقه باید د دوو حکومتي حل لارو په اساس وي. په عین حال کې دغزې پر کلابندۍ او په لویدیځي غاړې کې د ښارګوټو د جوړولو په پراختیا مشتمل داسرائیلو سیاست د سوله ایز ې حل لارې لرلید ډير زیات تر اغیزو لاندې راولي .
هغه همداراز ووئیل، داسرائيلو پوځ له لبنان او حماس سره د موافقو په باب ناسنجول شوي اقدامات کوي. ځيني هیوادونه په تیره بیا امریکا، د سیمې نورو هیوادونو ته د فلسطینیانو په کوچولو پسې ده ، یوه داسې موضوع چې د روسیې پشمول د هغو نړیوالو لوبغاړو د جدي اندیښنې لامل شوې ده، چې دامنیت شورا د فیصلو د پابندۍ ملاتړي دي.د فلسطنیانو په زوره کوچول به د سیمې حالات په یوه ټایم بم بدل کړي.