ایران له اسلامی هیوادونو سره  د ارتباط په پراختیا ټینګار کوي
(last modified Thu, 27 Feb 2025 00:34:03 GMT )
Feb 27, 2025 05:04 Asia/Kabul
  • ایران له اسلامی هیوادونو سره  د ارتباط په پراختیا ټینګار کوي

د ایران  داسلامی جمهوریت ولسمشر په ټولو زمینو کې  د ملایشیا پشمول له اسلامی  هیوادونو سره د ارتباطاتو پر پراختیا ټینګار وکړ او له درستو اسلامی هیوادونو سره ئې د  اړیکو  د پیاوتیا لپاره چمتووالی و ښود.

زمونږخبریال دایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیتا پرون  ناوخته د ملایشیا له خارجه وزیر  داتو سری اوتاما حای بن محمد حاجی حسن سره په کتنې کې  د ایران اوملایشیا پشمول د اسلامي هیوادونو  ترمینځ د ایړکو  پياوړتیا او همپالنه ، د اوسنۍ نړۍ د شرائطو ضرورتونه وبلل او وې وئيل؛ دا چې مونږ   د اسلامی هیوادونو ترمینځ  د ملګرتیا او همپالنې پر زیاتیدا او دارتباطاتو په پراختیا ټينګار کوو،دیني او اعتقادي  اساس لرو،او که  اوس صهیونیسټي رژيم  په سیمې کې د جنایتونو او تیریو جرائت لري، نو په دې  خاطر  دی چې  مسلمانان یوه بل ته بې پروا  دي.

د ایران ولسمشر  د  اسلامی نړۍ په مسئولانو او سیاستوالانو کې  لازیاته همپالنه او غږملتیا ، له اسلامی ټولنو څخه د محرومیّت، بې وځلۍ ، ناوړه تفاهماتو او اختلافاتو  په ختمولو کې  ډير مهم او اغیز شیندونکي وبلل او زیاته ئې کړه ،  اسلامي ایران په ټولو زمینو کې  د ملایشیا پشمول له درستو اسلامی هیوادونو سره د ارتباطاتو پر پراختیا ټينګار کوي او په دې لړ کې هر ډول ملګرتیا او مرستو ته تیار دی.

 مسعود پزشکیتا  همداراز هیله وښودله چې  د اسلامی هیوادونو د مشرانو او مسئولانو لیده کاته اوراشه دیرشه  له اسلامی هیوادونو سره د مشترکاتو  په شریکولو او د هیوادونو ترمینځ  د قدرتمند اورغنده تعاملاتو درامینځةکیدا سبب شي.

  دملایشیا خارجه وزیر  هم په دغې کتنې کې مسعود پزشکیان ته د ملایشیا  د لومړی وزیر له پلوه تود سلام ورساوه  او د ایران  اوملایشیا اړیکې ئې  پر دوستانه مناسباتو او تفاهم مشتملې وبللې او  په ټولو زمینو کې ئې  د  ایران  له  ظرفیّتونو او تجروبو څځه په استفادې او د اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هیواد پر دلچسپۍ ټينګار وکړ.

د ملایشیا خارجه وزیر همداراز   دایران ولسمشر ته  ملایشیا ته د سفر لپاره  هغه ته د ملایشیا د لومړی وزیر  انور ابراهیم د رسمي بلنې  پیغام هم وړاندې کړ.