په غزې کې د امریکا له پلان سره امنیت شورا مخالفت وکړ
پار س ټوډې - د ملګروملتو د امنیت شورا ټولو غړو حتی په دغې موسیسې کې دامریکا همیشنیو متحدانو ، په یوه غږ او په جوته ، دغزې دخلکو د اجباري ویستلولپاره د ډونالډټرمپ له پلان سره خپل مخالفت اعلان کړ.
زمونږخبریال له نیویارکه راپور راکړ، په دغې ناستې کې د امریکاحاضر نماینده دوروتی کامیل شي ووئیل؛ هماغه شان چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په ډاګه وئیلي دي، د غزې راتلونکی باید توپیر ولرل شی، مونږ دتیرو وختونو په ستړؤنکو آئيډیاؤ تکیه نه شو کولی.
ددغو خبرو په غبرګون کې په ملګروملتو کې د انګلستان سفیر باربارا ووډوارډ ووئيل، دغزې خلکو د څه دپاسه اته څلویښت زره کسانو په قربانیو او د خپل ژوند هر څه په قربانیولو سره او دغه راز نه ډير وحشتناک انځور زغملی دی ،دوي باید خپلو کورونو ته بیرته وګرځول شي او خپل ژوند ورغول شي.
په ملګروملتو کې د فرانسې سفیر نیکلاس ډی ریویّر هم روښانه کړه ، اوس وخت رارسیدلی دی چې دغه شورا د غزې تړانګې راتلونکی او د هغو بیا رغونه وارزوي . فرانسه د فلسطین د خلکو هرډ ول اجباری کوچول محکوموي ، دا کار له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې او د سیمې د ثبات لپاره خطرناک دی.
په ملګروملتو :ې دروسیې سفیر واسیلي نبنزیا هم ووئیل، مونږ باید په لویدیځي غاړې ، سورئې او لبنان کې او په تیره بیاپه بیروت کې د حزب ا... دترور شوي رهبر سید حسن نصر ا... د جنازې د دستورو په وخت د اسرائيلي جنګي الوتکو لمسؤنکی الوت کې د اسرائیلو د ډير خطرناک او بې ثباته کونکو اقداماتو باندې خپلې سترګې پټې نه کړو.
په ملګروملتو کې د پاکستان مرستیال سفیر عاصم افتخار احمد هم ټينګار وکړ، د غزې د اوسیدونکو اجباري کوچول د مونږ له نظره په سخته محکوم دي او امنیت شورا باید ددغه پلان په وړاندې په جدي توګه مخه ونیسي، دا د غزېد خلکو حق دی چې پخپل ټاتوپی کې ژوند ته دوام ورکړي.
د غزې په بیا رغونې او د انسان دوستۍ په چارو کې دملګروملتو غږملونکي سیګریډ کګ هم په دې خبرې کولو سره چې د غزې د بیارغونې د لګښت لومړنی اټکل ۵۳میلیارډ ډالره دی ووئیل؛ دغزې دراتلونکي په باب د پلانونې لپاره باید ډاډمن شوو چې غزه د فلسطین یوه نه بلیدونکي برخه ده او اسرائيل به په غزې کې هیڅ ډول اوږدمهاله شتون ونه لري. باید په هره بیّه د نښتو د بیرته پیلیدا مخه ونیول شي، مو نږ دهغه پلان چې عربی هیوادونه ئې د غزې تړانګې د بیا رغونې لپاره لري، ملاتړ کوو.