اسرائیل د خبرو اترو له پیلولو پرته بله چاره نلري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157730
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ ټینګار وکړ د اسرائیلو رژیم د اوربند د موافقې د دوهم پړاو د خبرواترو له پیلولو پرته بل انتخاب نلري.
(last modified 2025-02-27T06:30:34+00:00 )
Feb 27, 2025 10:52 Asia/Kabul
  • اسرائیل د خبرو اترو له پیلولو پرته بله چاره نلري

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ ټینګار وکړ د اسرائیلو رژیم د اوربند د موافقې د دوهم پړاو د خبرواترو له پیلولو پرته بل انتخاب نلري.

حماس غورځنګ له صهیونیسټ رژيم سره د بندیانو د تبادلې له اوم او اخري  پړاو وروسته چې نن سهار ترسره شو په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ د اسرائیلو رژیم د اوربند د موافقې د دوهمې مرحلې د خبرو اترو له پیلولو پرته بل هیڅ لاره نلري.

حماس غورځنګ نن په یوې بیانیې کښې وویل: د دښمن د دروغجنو توجیهاتو لپاره مو لاره بنده کړه او دښمن د اوربند د موافقې د دوهمې مرحلې د خبرو اترو له پیلولو پرته بل انتخاب نلري.

حماس غورځنګ په دوام کښې یوځل بیا په ټولو جزیاتو او مادو سره په غزې کښې د اوربند موافقې ته خپله کامله پاې بندۍ اعلان کړه او د دغه موافقې دوهمې مرحلې ته اړونده خبرو اترو ته د ورګډیدا لپاره یې په خپل چمتووالي ټینګار وکړ.

په غزې کښې د اوربند د موافقې لومړی پړاو په راتلونکي شنبې ورځ چې د فرورۍ د میاشتې نهویشتمه نیټه کیږي پاې ته رسیږي.

حماس غورځنګ نن د اسرائیلو د څلورو کسانو مړي د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ ته وروسپارل او په مقابل کښې صهیونیسټ رژیم هم شپږسوه دوه څلویښت فلسطیني بندیان خوشي کړل.