اوکراین باید په ناټو کښې د شاملیدا فکر له ذهنه وباسي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له ناټو سره د اوکراین د یوځای کیدا په هکله د خپلو پخوانیو څرګندونو په تکرارولو سره وویل دغه هیواد(اوکراین ) باید دغه ارزور له ذهنه وباسي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ چې همدا اوس یې په اوکراین باندې د دباو په راوستلو سره له روسیې سره د جنګ په اوږدو کښې د واشنګټن د مرستو په بدل کښې د اوکراین د نایابه معدنونو ته د لاسري امتیاز غوښتنه کړي ده وویل اوکراین باید په ناټو کښې د شاملیدا خوب له ذهنه وباسي.
ډونالډ ټرامپ دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې واشنګټن په اوکراین کښې د سولې د موافقې د یوې برخې په توګه له ماسکو څخه د کوم ډول امتیاز د ترلاسه کولو کوشش کوي وویل همدا اوس نه غواړم د هغه په هکله خبرې وکړم خو دا ویلی شم چې د اوکراین په ناټو کښې د شاملیدا فکر له ذهنه وباسي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ په ناټو تړون کښې د شاملیدا لپاره د اوکراین دباو ته په اشارې سره ټینګار وکړ:په زیات احتمال سره هر څه په همدې دلیل رامینځته شول.
روسیې له ناټو سره د یوځاې کیدا لپاره د اوکراین دباو په دغه هیواد کښې د ماسکو د ځانګړیو عملیاتو د ترسره کولو یو دلیل بللی و.