صهیونیسټ رژیم په سوریې باندې له بیا بیا حملو څه نیتونه لري؟
(last modified Thu, 27 Feb 2025 09:55:00 GMT )
Feb 27, 2025 14:25 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم په سوریې باندې له بیا بیا حملو څه نیتونه لري؟

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو په تیرې چهارشنبې ورځ څو ځله د سوریې په بیلابیلو سیمو باندې بمباریانې وکړې چې له کبله یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د سوریې سرچینو پرون سهار په پلازمینې دمشق کښې د څو سختو چاودنو غږونو د  اوریدا خبر ورکړ.

د سوریې د « الوطن» ورځپاڼې انیټرنیټ سایټ ولیکل چې د اسرائیلو رژيم د دمشق په جنوب لویدیځ کښې په «الکسوه» سیمې بمبارې کړي دي.

د اسرائیلو بې پایلوټه الوتکو د سوریې په «قنیطره» او «درعا »ولایتونو کښې الوتونه وکړل او ورپسي جنګي الوتکو په درعا ولایت کښې په «تل الحاره» سیمې بمبارې وکړې.

له دغو حملو سره په یووخت المیادین ټیلي ويژن هم د سوریې د قنیطره ولایت په شمال کښې «عین البیضه» کلي ته د اسرائیلو د نیواکګرو ځواکونو د ورننوتلو خبر ورکړ.

د اسرائیلو نیواکګر پوځیان د سوریې د درعا او د قنیطره ولایتونو ترمینځ په جولان کښې صیدا کلي ته هم ورننوتلي دي.

د سوریې په جنوب او په  پلازمینې دمشق باندې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له زیاتیدا سره په یووخت د دغه رژيم ټانکونه هم د درعا او د قنیطره ولایتونو په سرحدي تړانګه کښې دیره شول او نیواکګر صهیونیسټ پوځیان ځینو کلیو ته ورننوتلي دي.

د صهیونیسټ رژيم پوځ د دغو حملو د تائیدولو په ترڅ کښې ادعا وکړه چې د سوریې په جنوب کښې یې  په پوځي هدفونو چې پوځي تجهیزات او مرکزونه او کیمپونه پکښې شامل دي حملې کړي دي.

د سوریې د پخواني ولسمشر بشار اسد د حکومت په وخت کښې هم د دغه هیواد پرضد د صهیونیسټ رژیم بیا بیا حملې کیدلای.

خو د بشار اسد د حکومت په نسکوریدا سره اسرائیل په ډیرې راحتۍ سره دغه حملې کوي.

له یوي خوا  صهیونیسټ رژيم باوري دی چې په سوریې کښې کوم پیاوړی او کوټلی حکومت نشته او له بلې خوا د سوریې نویو واکمنانانو تراوسه د صهیونیسټ رژيم حملو ته هیڅ جدي غبرګون نه دی ښودلی.

په عین حال کښې صهیونیسټ رژيم د بشار اسد د حکومت له نسکورولو وروسته په څو ورځو بمباریو سره د سوریې ټول پوځي ظرفیتونه له مینځه وړي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د سوریې په بیلابیلو سیمو باندې له بیا بیا حملو څخه د صهیونیسټ رژیم نیتونه  څه دي؟

داسې ښکاري چې د صهیونیسټ رژیم تر ټولو مهم هدف د سوریې د جغرافیې یعني سیمو نیول دي.

صهیونیسټ رژيم د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د سوریې ځینې سیمې نیولي دي او هڅه کوي دغه سیمې له نیواکي ټاټوبو (اسرائیلو) سره یوځاې کړي.

د اسرائیلو رژيم په سوریې باندې بیا بیا حملو سره تر حملو لاندې د سیمو په خلکو کښې د ویرې او رعب او د ناامنۍ د رامینځته کولو هڅه کوي چې خلک له دغو سیمو وتلو ته مجبوره شي.

په همدې لړ کښې د اسرائیلو له دغو مشکوکو خوځښتونو وروسته د سوریې د ځینو سیمو خلک د خپلو کورونو خالي کولو او شمالي سیمو ته تښتیدا ته مجبوره شوي دي.

د صهیونیسټ رژيم بل نیت دا دی چې د سوریې په جنوب کښې د دغه هیواد د نوي حکومت لخوا د پوځي اډې د جوړولو د مخه د نیولو په ترڅ کښې په خپله د سوریې په خاوره کښې یوه پوځي اډه جوړه کړي.

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر «یسرائیل کاتس» ګواښ وکړ چې د سوریې نویو واکمنانانو ته د هیواد په جنوب کښې د پوځي اډو د جوړولو اجازه نه ورکول کيږي او ادعا یې وکړه تل اویو به اجازه ورنکړي چې د سوریې جنوب د لبنان د جنوب په شان شي.

د صهیونیسټ رژيم د «یدیعوت احارونو ورځپاڼې «وايي نیټ » اینټرنیټ سایټ راپور ورکړ د اسرائیلو نیواکګر رژيم د سوریې په جنوب کښې ځینو سیمو ته د ورننوتلو او د هغوې د نیولو پلان اجرايي پړاو ته ورننباسلی دی.

د عبري ژبې د رسنیو د راپور پراساس اسرائیل نیت لري د سوریې د خاورې پینځلس کلومیټره دننه سیمې تر خپل نیغ په نیغه نیواک کښې راولي او په عین حال کښې د شپیته کلومیټرۍ د نفوذ سیمې په جوړولو سره د سوریې د جنوب په بدلونونو باندې استخباراتي سلطه ولري.

په سوریې کښې موجوده خلا او په دغه هیواد د واکمن حکومت حالت هم  د اسرائیلو رژیم ته دغه فرصت په لاس ورکړی دی.