د بندیانو خلاصون یوازې د تبادلې د تړون له لارې ممکن دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157834-د_بندیانو_خلاصون_یوازې_د_تبادلې_د_تړون_له_لارې_ممکن_دی
پارس ټوډې – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویلي چې د اسرائیلي بندیانو د خوشي کولو یوازینۍ لار، د خبرو اترو دویم پړاو ته داخلېدل او له اسرائیلو سره د بندیانو تبادله ده.
(last modified 2025-03-02T05:09:56+00:00 )
Mar 02, 2025 09:37 Asia/Kabul
  • د بندیانو خلاصون یوازې د تبادلې د تړون له لارې ممکن دی

پارس ټوډې – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویلي چې د اسرائیلي بندیانو د خوشي کولو یوازینۍ لار، د خبرو اترو دویم پړاو ته داخلېدل او له اسرائیلو سره د بندیانو تبادله ده.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل: له مقاومت سره پاتې اسرائیلي بندیان به یوازې د تبادلې د موافقې په چوکاټ کې او د خبرو اترو د دویم پړاو له لارې خوشې شي.

قاسم زیاته کړه: هر هغه څوک چې د اسرائیلي بندیانو د خلاصون غوښتونکی دی، باید صهیونیسټي رژیم دې ته مجبور کړي چې د خبرواترو دویم پړاو ته داخل شي او د هغې ژمنې ومني.

د حماس دې چارواکي څرګنده کړه: دښمن د لومړۍ مرحلې د غځولو په وړاندیز سره هڅه کوي چې شرایط صفر ته راولي او د جګړې د نه پیلولو له ژمنې پرته، خپل بندیان خوشې کړي.

تر دې مخکې د نتانیاهو دفتر اعلان کړی وو: اسرائیل د روژې او فصح اختر په ورځو کې د اوربند غځولو ته چمتو دی، په دې شرط چې حماس نیمایي اسرائیلي بندیان خوشې کړي. د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر دفتر په غزه کې په مکرر ډول د اوربند سرغړونو ته له اشارې پرته ادعا وکړه: حماس له هوکړې سرغړونه کړې ده او د مذاکراتو بې پایلې پاتې کېدو په صورت کې، اسرائيل د اوربند له ۴۲ ورځو وروسته، کولای شي جګړه بیا پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د مارچ په لومړۍ نېټه د پخوانۍ هوکړې له مخې ۴۲ ورځینۍ اوربند پایته ورسېد او د دویم پړاو لپاره خبرې تراوسه نه دې پیل شوي.