اروپايي اتحادیې د اسرائیلو رژیم ته خبرداری ورکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157850
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړ چې د فلسطین غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو په مخه نیولو کښې د صهیونیسټ رژيم اقدام به انساني پایلې ولري او په غزې کښې د اوربند د دوهم پړاو په هکله یې د خبرو اترو د زر پیلیدا غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-03-03T00:58:55+00:00 )
Mar 03, 2025 05:16 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیې د اسرائیلو رژیم ته خبرداری ورکړی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړ چې د فلسطین غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو په مخه نیولو کښې د صهیونیسټ رژيم اقدام به انساني پایلې ولري او په غزې کښې د اوربند د دوهم پړاو په هکله یې د خبرو اترو د زر پیلیدا غوښتنه وکړه.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسوول ویاند «انور العنوني» بیګا په یوې بیانیې کښې حماس غورځنګ په غزې کښې د اوربند د موافقې د لومړي پړاو له تمدیدولو په ډډه کولو تورن کړ او زیاته یې کړه غزې تړانګې ته د بشردوستانه مرستو د ورتلو د مخنیوي لپاره د اسرائیلو فیصله ممکنه ده چې انساني پایلې ولري.

العنوني وویل اروپايي اتحادیه د غزې د اوربند د موافقې د دوهم پړاو په باره کښې د خبرو اترو په چټکۍ سره د پیلیدا غوښتونکي ده او د مینځګړو هیوادونو کلک ملاتړ کوي.

هغه وویل دايمي اوربند د اسرائیلو د ټولو پاتې بندیانو له ازادیدا سره مرسته کوي او دغه راز د غزې تړانګې د بیا رغونې او د ښه کیدا لپاره ضروري شرایط هم برابروي او ټول لوري د دغه چارې د تحقق لپاره سیاسي مسوولیت پرغاړه لري.

اسرائیلو د اوربند او د بندیانو د تبادلې د لومړي پړاو له ختمیدا څو ساعته وروسته له پرون څخه غزې تړانګې ته د بشر  دوستانه مرستو د رسولو مخه نیولي ده.

د فلسطین حماس ډلې په دغو شرایطو کښې د کار له دوام څخه ډډه وکړه او ټینګار یې وکړ اسرائیل باید د اوربند مادو ته پاې بنده وي او سمدستي د اوربند د دوهم پړاو لپاره خبرې اترې چې له غزې تړانګې څخه د اسرائیلو په کامل ډول وتل او د جنګ بندول پکښې شامل دي  پیل کړي.

له دغو بدلونونو سره سره د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن نن سهار د اسرائیلو د چارواکو په قول په یوه راپور کښې وویل په مصر کښې خبرې بریالۍ نه وې او لومړی وزیر نتانیاهو د جنګ د بیا شروع کولو په هکله غور کوي.