عربي هېوادونو د غزې د بیارغونې لپاره یوه طرحه تصویب کړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157914-عربي_هېوادونو_د_غزې_د_بیارغونې_لپاره_یوه_طرحه_تصویب_کړه
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي چې د غزې د بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عربو مشرانو له لوري تصویب شوې ده.
(last modified 2025-03-05T07:14:49+00:00 )
Mar 05, 2025 11:41 Asia/Kabul
  • عربي هېوادونو د غزې د بیارغونې لپاره یوه طرحه تصویب کړه

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي چې د غزې د بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عربو مشرانو له لوري تصویب شوې ده.

دا طرحه د عربو مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه، تصویب شوه.

دغه طرحه چې درې پړاوونه لري لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دوام کوي، چې پکې د وېجاړیو پاکول، د موقتي کورونو جوړول او د نیمه‌ویجاړو کورونو بیارغونه شامل دي.

دویم پړاو یې چې دوه کاله دوام کوي، بیا هم پکې د ویجاړیو پاکول، د اوبو او برښنا شبکو جوړول او د نورو استوګنیزو واحدونو جوړول شامل دي.

درېیمه مرحله یې، چې دوه‌نیم کاله دوام کوي، پکې د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتي زون د لومړني فاز جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایي ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه شامل دي.

په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالر اټکل شوی.

دا طرحه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغې طرحې بدیل ګڼل کېږي، چې غوښتل یې فلسطینیان له غزې څخه وایستل شي او سیمه اشغال شي.