یمن د امریکا د MQ9 ډرون الوتکه نسکوره کړې ده
پارس ټوډې – د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د دغه هېواد په لوېدیځ کې د الحدیده ولایت په آسمان کې د امریکا د MQ9 بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان وکړ، چې د دغه هېواد هوایي دفاعي سیسټم د یمن له هوایي حریم څخه یوه سرغړوونکې امریکایي بې پیلوټه "MQ-9" الوتکه په نښه کړه، چې د الحدیده ولایت په هوایي حریم کې یې د دښمنۍ ماموریتونه ترسره کول.
یحیی سریع زیاته کړه: دا پنځلسمه بې پیلوټه الوتکه ده چې د یمن د وسله والو ځواکونو هوایي دفاعي سیسټم یې د فتح موعود او سپېڅلي جهاد په جګړه کې له غزې او لبنان څخه په ملاتړ کې نسکوره کوي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په دې باندې په ټینګار سره چې د یمن وسله وال ځواکونه په سور سمندرګي او عربي بحیرې کې د دښمنانو د خوځښتونو د څارنې او تعقیب په ګډون د یمن پرضد له هرډول تیریو سره د مقابلې لپاره خپلو دفاعي ماموریتونو ته دوام ورکوي، په راتلونکي پړاو کې له هرډول بدلونونو سره د مقابلې لپاره د یمن د وسله والو ځواکونو پر بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ.