د ایران په ضد د انګریزچارواکو مطرح شوي ادعاګانې تکراری دي
پارس ټوډې - د ایران د خارجه وزارت ویندوي د انګلستان دملی امنیت د ګواښلوو لپاره په هڅې مشتملې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د انګلستان د چارواکو له خو ا مطرح شوي ادعاګانې بې اساسه او چټي وبللې.
پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی، دایران د خارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائي د ایران او لویدیځي آسیا په وړاندې د انګریز چارواکو ناکارنده کړچارونو د دریدا غوښته وکړه.
اسماعیل بقائي د ملګروملتو اصولو او نړیوالو حقوقو په تبیره بیا دنړیوالو مقررراتو او قوانینو ته د احترام او د هیوادونو په داخلی چارو کې د نه لاسوهنې او د متقابل احترام اصولو ته د ایران پابندۍ ته په اشارې سره ټينګار وکړ، د ایران له خوا د انګلستان د داخلی امنیت پر ګواښ مشتملې د انګریز چارواکو له خوا د مطرح شوي ادعاګانې نه یوازې کوم اصول نه لري اود روغ دي ،بلکې یو ډول د هغه لوري له خوا قصدا پر نورو د خبرو تپل دي چې پخپلې کارنامې کې د ایران د ملت په ضد ډير تاوان اړونکو لاسوهنو اوږده ناغیړي مخینه لري او د مګړئ هم دایراني ضد ترهه ګرو عناصرو او ډلو ټپلو څخه دملاتړ او د کوربتوب لپاره له هیڅ فرصته لاس نه اخلي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي انګریز چارواکو ته سپارښتنه وکړه ،د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د تور لګونکو او د ډغرې پر سیاستونو د مشتملو دړکو په ځاي دې درغنده او کارجوړو سیاستونو ته مخه کړي او ترهه ګرۍ ته لمسول او دودولې دې ودروي.
د انګلستان د کورنیو چارو د وزیر امنیتي مرستیال ډن جارویس دسه شنبې په ورځې د انګلستان پارلیمان کې د ایران په ضد دبې اساسه ادعاګانو په مطرح کولو سره تهران دانګلستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې ، د ملی امنیت د ګواښلو او له ورانکارو فعالیتونو څخه په ملاتړ تورن کړی او مدعی شوی چې ایران د نیابتي چینلونو له لارې ، د لندن پر داخلي او بهرنیو سیاستونو باندې په اغیز شیندنې پسې دی.