د ښځو نړیواله ورځ ولې اهمیت لري؟
زمونږ خبریال راپور راکړی له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې په ټوله نړۍ کې خلک د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.
دا یوه نړیواله ورځ ده چې د ښځو لاسته راوړنې په رسمیت پېژني او د لمانځنې تر څنګ یې د جنسیتي نا برابرۍ او توپیري چلند په اړه پوهاوی لوړوي.
خو ولې مهمه ده؟
د ښځو نړیواله ورځ څنګه پیل شوه؟د
د ښځو نړیواله ورځ د کارګرو له غورځنګه را پیل شوه.
دا تخم په ۱۹۰۸ کال کې وکرل شو، چې ۱۵ زره مېرمنو د امریکا په نیویارک کې لاریون وکړ او د لنډو کاري ساعتونو، لوړې تنخوا او د رایې ورکولو د حق غوښتنه یې کوله.
یو کال وروسته، د امریکا سوسیالیست ګوند د ښځو لومړۍ ملي ورځ اعلان کړه.
پر یوې نړیوالې ورځې د دې ورځ د بدلولو نظریه د جرمني یوې کمیونیسټې او د ښځو حقونو فعالې کلارا زیتکین شریکه کړه.
هغې په ۱۹۱۰ کال کې دا موضوع د کوپنهاګن په نړیوال کنفرانس کې مطرح کړه.
دا ورځ په رسمي ډول په ۱۹۷۷ کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت وپېژندل شوه.
لومړنۍ موضوع چې د ملګرو ملتونو لخوا (په ۱۹۹۶ کال کې) ومنل شوه، "د تېر لمانځل، د راتلونکي لپاره پلان جوړول" وه.
روسیه کې د ښځو پر نړیواله ورځ د ګلونو پلور معمولا دوه چنده کېږي.
په یوګانډا کې، چې له ۱۹۸۴ راهیسې د ښځو نړیواله ورځ لمانځي، حکومت هر کال پر دې موضوع د تمرکز لپاره یو ځانګړې موضوع غوره کوي.
د سربیا، البانیا، مقدونیا او ازبکستان په څېر ځینو هېوادونو کې بیا دا ورځ د مور له ورځې سره برابره ده.
ایا د نارینهوو نړیواله ورځ شته؟
د نارینه وو نړیواله ورځ د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د نومبر پر ۱۹مه لمانځل کېږي.
دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا نه ده پېژندل شوې، او د نړۍ له ۸۰ په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.
د تنظیمونکو په وینا، دا ورځ پر "هغه مثبت ارزښت چې نارینه یې نړۍ، خپلو کورنیو او ټولنو ته راوړي" تمرکز کوي.
د هغې موخه د مثبتو بېلګو روښانول، د نارینهوو د هوساینې په اړه پوهاوی لوړول او د جنسیتي اړیکو ښه کول دي.