تر فشار لاندې خبرې کول د بیاکتنې وړ هم نه بولو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158040-تر_فشار_لاندې_خبرې_کول_د_بیاکتنې_وړ_هم_نه_بولو
پارس ټوډې –  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیان سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سوله ایز پروګرام تل سوله ایز وو او وي به، ټینګار وکړ:  خبرې کول له زور ویلو او امر کولو سره توپیر لري.
(last modified 2025-03-10T07:34:52+00:00 )
Mar 10, 2025 12:02 Asia/Kabul
  • تر فشار لاندې خبرې کول د بیاکتنې وړ هم نه بولو

پارس ټوډې –  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیان سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سوله ایز پروګرام تل سوله ایز وو او وي به، ټینګار وکړ:  خبرې کول له زور ویلو او امر کولو سره توپیر لري.

د پارس ټوډې د  راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپل ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې د دې په بیان سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سوله ایز پروګرام تل سوله ایز وو او وي به، ټینګار وکړ:  په اصل کې هېڅ شی د هغه د بالقوه پوځي کولو په تړاو شتون نه لري.

هغه زیاته کړه: ایران  د فشار او وېرې لاندې خبرې نه کوي او دا ډول خبرې کول حتی د بیاکتنې وړ هم نه ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې اوس مهال له درېیو اروپايي هېوادونو او په بېل ډول له روسیې او چین سره په برابرو شرایطو او متقابل درناوي سره د خبرو په حال کې یو، زیاته کړه: موخه د غیر قانوني بندیزونو د لغوه کولو په بدل کې د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په تړاو د ډېر باور او شفافیت رامنځته کولو لپاره د  لارو چارو څېړل دي.

عراقچي ټینګار وکړ: «امریکا هر کله چې د ایران پر وړاندې په احترام سره چلند کړی، په بدل کې یې احترام ترلاسه کړی او هر کله چې یې د ګواښ درېځ غوره کړی، د ایران له مقابلې سره مخ شوې ده. هر عمل عکس العمل لري.